د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

په زندانونو او توقیف ځایونو کې شکنجه


د ازادي راډیو د دې اونۍ بحث ته چې په زندانونو او توقیف ځایونو کې د شکنجې په اړه دی.

د ولسمشر کرزي له خوا ګمارل شوي پلاوي د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د تورنو کسانو د نیول کیدو او له هغوي څخه د تحقیقاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو او اړوندو مسوولانو له خوا ناسم چلند او شکنجه موجوده ده.

د دې حقیقت موندونکي پلاوي مشر عبدالقادر عدالتخوا وویل، چې بندیانو له دوي سره په مرکو کې په زندانونو کې شکنجې رد کړي، خو ویلي یي دي چې د نیول کیدو او تحقیقاتو پر مهال هم د افغان ځواکونو او هم د بهرنیو ځواکونو له خوا شکنجه شوي دي.

په دې راپور کې چې په کابل، کندهار او هرات ولایتونو کې برابر شوي راغلي، چې د مرکه کیدونکو بندیانو له ډلې نه اوه څلویښت فیصده یې دوي ته ویلي چې دوي شکنجه شوي او یا هم ورسره ناسم چلند شوی.

دا څیړنه د ولسمشر کرزي په حکم وروسته له هغې وشوه، چې په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر نږدې یوه میاشت مخکې په یوه خپور شوي راپور کې وویل، چې د افغانستان په زندانونو او توقیف ځایونو کې بندیان په سیستماتیک ډول شکنجه او وهل ټکول کیږي او ان په جنسي تیري ګواښل کیږي.

په دې بحث کې به همدا مساله له خپلو ګرانو میلمنو سره وڅیړو،راسره میلمانه دي:

1- د دې څیړونکي پلاوی غړی او د کورنیو چارو وزارت حقوقي سلاکار عبدالقادر روشنګر
2- د محابسو او توقیف ځایونو د عمومي ریاست د دفتر رییس جنرال حبیب جان رضواني او د بشر د حقوقو او چاپیریال ساتنې د سازمان رییس عبدالرحمان هوتکي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:00 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG