د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۱:۳۳

وزیري: افغان ځواکونه د امریکایي ځواکونو تشه ډکولای شي


د دفاع وزارت چارواکي سره له دې چې د هوایي ځواکونو په برخه کې نیمګړتیاوې او ستونزې مني، خو ډاډ څرګندوي چې افغان ځواکونه کولای شي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تشه ډکه کړي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دوي په یوه کال کې له افغانستان څخه د څه باندې دیرش زره امریکایي سرتیرو د ایستلو په برخه کې د جمهور رییس بارک اوباما پریکړه ستایي.

د ښاغلي وزیري په خبره افغان حکومت په افغانستان کې د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو قربانۍ ته په درنه سترګه ګوري او تمه لري، چې نړېواله ټولنه په تیره امریکا له افغان ځواکونو سره د تجهیزاتو او پرمختللو وسایلو په برخه کې مهمې مرستې وکړي:

"زموږ اردو د دې توان لري، چې هغه ځایونه ډک کړي چې بهرني ځواکونه یې پریږدي.

موږ د هوایي ځواکونو په برخه کې د شته ستونزو د هوارولو لپاره هم هڅې کوو ترڅو هوایي ځواکونه مو پیاوړي شي.

هیله لرو، چې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه دا ستونزې مو هم لري شي".

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د چهارشنبې په سهار د امریکا خلکو ته په خپلې کلنۍ وینا کې وویل، چې القاعده شبکه ځپل شوې او امریکا په دې برخه کې خپل اهداف ترلاسه کړي دي.

جمهور رییس اوباما دغه راز وویل، چې په د یوه کال په موده کې به څلور دیرش زره امریکایي سرتیري له افغانستان څخه وباسي خو ډاډ یې څرګند کړ، چې امریکا به د افغان ځواکونو روزنې او سمبالولو ته دوام ورکړي:

"موږ له افغانستان سره پر یوې هوکړې خبري کوو چې پر دوو ماموریتونو به تمرکز وکړو.د افغان ځواکونو روزنه او تجهیز تر څو دا هیواد یو ځلې بیا له نا ارامی او ګډوډۍ سره مخامخ نشي او د تروریزم ضد هڅې تر څو و کړای شو د القاعده شبکه او مربوطه ډلې یې تعقیب کړو".

د ولسې جرګې یو شمېر غړي وایي، افغانستان ته دا مهمه ده چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په دې هیواد کې په څه شمیر کې امریکایی سرتیري پاتې کیږي.

د دې جرګې غړې شکریې بارکزۍ آزادي راډیو ته وویل که څه هم افغان ځواکونه ډیر پیاوړي شوي خو بیاهم له دې هیواد څخه د امریکایی عسکرو له وتلو سره به یو لړ ستونزې رامنځ ته شي:

" ټول دېته لیواله وو چې پوه شي په افغانستان کې څه شمیر امریکایی سرتیري پاتې کیږي،دا هم د افغانستان او هم د نړیوالې ټولنې او د دې هیواد د امنیت لپاره مهمه خبره وه.

دا طبیعي خبره ده چې له دې هیواد څخه د امریکایی سرتیرو له وتلو سره افغانستان ته اقتصادي زیان هم رسیږي او یو شمېر مهمې پراختیایي پروژې به هم له خنډ سره مخامخ شي".

دا مهال د لسګونو زرو نورو بهرنیو سرتیرو ترڅنګ کابو شپږ شپیته زره امریکایی عسکرپه افغانستان کې میشت دي. افغان چارواکو تردې د مخه هم ټینګار کړی چې دوی کولای شي له پخوانۍ موافقې سره سم د خپل هیواد امنیتی مسوولیتونه په بشپړ ډول ترلاسه کړي.

دوی ډاډ څرګند کړی چې په هغو سیموکې تر پخوا امنیتي وضع ډیره ښه شوې چې امنیتی مسوولیتونه یې له بهرنیو ځواکونو نه افغان ځواکونو ته سپارل شویدي.

خو یوشمیر پوځي او امنیتي څیړونکي د افغان ځواکونو وړتیاوو او تجهیزاتو ته په پام اندیښمن دي چې ښایی له دې هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره دوی له جدي ستونزو او ناخوالو سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG