د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

سیمه اییز پولیس له مرموز او مشکوک شهرت سره


امریکا چاپ، لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې : سیمه اییز پولیس له مرموز او مشکوک شهرت سره – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په پیل کې یي راغلي:

په کابل او واشنګټن کې چارواکې په پام کې لرې، د سیمه یېزو پولیسو شمېر چې په جنایي فعالیتونو او د بشري حقونو په سرغړونو کې دخیل دي، پراخ کړي.

ورځپاڼه لیکي: د امریکا د پوځ د خاصو ځواکونو قوماندانۍ پتیلې، چې د افغانستان د سیمه یېزو پولیسو په روزنې، تجهیز او معاشونو شاوخوا ۱ اعشاریه ۲ میلیارده ډالر ولګوي.

د دې ځواکونو شمېر به له نولس زرو څخه ۴۵ زرو ته پورته شي او دا پروګرام به لږ تر لږه تر پنځو نورو کلونو لپاره هم دوام وکړي.

لاس انجلس ټایمز زیاتوي، که څه هم چې سيمه یېز پولیس زیات تلفات لري او په فساد او بې رحمیو هم تورن دي، دا ځواکونه په هغو سیمو کې چې د افغانستان ملي پوځ او پولیس ورته زیات لاس رسی نه لري، له طالب وسله والو سره د جګړو او دفاع په لومړیو لیکو کې پراته دي.

ورځپاڼې په کابل کې د امریکا د خاصو ځواکونو د قوماندانۍ د ویاند ټام بریانت خبره راخیستي، چې وایي، په ۲۰۱۰ م کال کې چې کله په افغانستان کې د امریکا ملاتړې ډلې یا ګروپونه جوړ شول، جنرال ډیویډ پیتریاس ویلې و، چې دا موقتې ځواکونه دي او تر هغې چې افغان ملي پوځ او ملې پولیس روزل کیږي، سیمه یېز پولیس به په کلیو او بانډو کې له سپکو وسلو سره د وسله والو پر ضد جنګیږي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه وړاندې لیکي: له هغه وخت راهیسي امریکایي قوماندانان دې نتیجې ته ورسیدل، چې د سیمه یېزو پولیسو لګښتونه د منظمو امنیتي ځواکونو په پرتله کم دي.

دی قوماندانانو افغان چارواکو ته په خپلو څيړنو او وړاندیزنو کې هغوي ته قناعت ورکړی چې د ملې پوځ او پولیسو د شمیر په کمولو او د سیمه اېزو پولیسو د واحدونو په زیاتولو سره به ډېرې پیسې وسپموي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ځوان افغان نسل د هلو ځلو او هیلو په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کي یي راغلي:

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ړنګیدو راهیسي، په بهر کې د اوسیدونکو افغانانو زیات شمیر وطن ته ستانه شول او دغه راز له ولایتونو څخه هم یو شمیر افغانان مرکز کابل ته وکوچیدل تر ځانته عصري ژوند جوړ کړي.

دې کسانو د بهرنیو زیاتو پیسو په داخلیدو سره ځانته کورونه او کارو بارونه جوړ کړل او په هیواد کې یي سوداګرۍ او تعلیم ته وده ورکړه.
نیویارک ټایمز لیکي:

همدا ځوانان یا هیله من افغانان د بل هر چا په نسبت زیات اندیښمن دي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د بهرنیو مرستو په بندیدو سره به یي هرڅه په اوبو لاهو شي.

ورځپاڼې د رسول محب په نامه افغان خبرې راخیستي چې وایي، د کابل په لویدیځ کي یي د ځان لپاره د ۹۵ زرو امریکایي ډالرو په بیه یو کور جوړ کړی ، خو دا مهال د خپلې راتلونکې په اړه اندیښمن دی او که فرصت په لاس ورشي، له هیواده به ووځي. خو د سیف الله په نامه بل افغان نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، په افغانستان کې یي شاوخوا یو میلون ډالره پانګوونه کړې او د راتلونکې په اړه اندیښنه نه لري.

سیف الله په دې باور دی چې امریکایان به کلونه کلونه په افغانستان کې دېره وې او داځکه چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې ډېره پانګوونه کړې او نه غواړي پانګوونې یي ناکامې او له منځه لاړې شي.
XS
SM
MD
LG