د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۲:۰۵

"افغان ځواکونه پر لویو لارو د اکمالاتي کاروانونو امنیت ساتلای شي"


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د هېواد په شاخوا دیارلسو ولایتونو کې یي د محافظت عامه ځواکونه ځای پرځای کړي او وروسته له دی کولای شي چې په ځینو لویو لارو کې د اکمالاتو کاروانونو امنیت وساتي او تر ټاکلي ځای یي ورسوي.

پخوا تر دې د هېواد په لویو لارو کې د کورنیو او بهرنیو اکمالاتي کاروانونو د امنیت ساتنه تر ډیره ځایه د خصوصي امنیتي کمپنو پرغاړه وه.

د دې وزارت د محافظت عامه د برخې مرستیال وزیر جنرال جمیل جنبش
وویل، اوس مهال په هېواد کې پنځه دیرش خصوصي امنیتي کمپنۍ فعالې دي او هڅې تیزې شوي څو د دې کمپنیو ځای هم د محافظت عامه ځواکونه ونیسي:

«له نیکه مرغه اوس مهال د کورنیو چارو وزارت د محافظت عامه ځواکونه د دې وړ شوي، چې له کابله تر هراته پورې د اکمالاتي کاروانونو امنیت وساتي.

په دی کار، روان دی چې د اکمالاتي کاروانونو دنده په بشپړه توګه افغان ځواکونو ورکړل شي، په دې برخه کې د کورنیو چارو د وزیر او بهرنیو ځواکونو د چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي.»

جنرال جنبش وویل، له دوه زره لومړي میلادي کال وروسته په هېواد کې د خصوصي امنیتي کمپنیو شمېر«اوه پنځوسو» ته رسیدلی و.

له دې جملې څخه اته کمپنیو چې لوړ پوړو دولتي چارواکو پورې یې اړه لرله او اته نورې چې فعالیتونه یي اغیزمن نه وو، لغوه شوي.

پاتې کمپنۍ چې اوس مهال فعالې دي دا به هم د افغان ځواکونو له بشپړیدو سره د ټاکلي زمانی جدول سره سمې له منځه ولاړې شي.

جنرال جنبش وویل، په دې لاره کې ستونزې شته خو هڅې روانې دي چې اوارې شي:

«کله چې یو نوی د زوړ ځای نیسي، طبیعی ده چې زوړ هڅې کوي څو پر ځای پاتې شي او بقا ومومي، خو موږ هڅه کوو هر هغه ځواکونو زموږ د لارې خنډ کېږي، هغه خنډونه له منځه یوسو او ځیني تیرشو.»

خلک وایي، په هېواد کې« ځیني امنیتي کمپنۍ» د دې پرځای چې خدمت وکړي د خلکو د ځورونې سبب شوي دي.

جمهور رئیس حامد کرزي یو وخت پرته له استثنا د ټولو امنیتي کمپنیو د لغوه کېدو غوښتنه کړې وه، خو وروسته بیا د ځینو نړېوالو موسسو له مخالفت سره مخ شو.

کارپوها ن وایي، دا به ګرانه وي او وخت به وغواړي چې حکومت وتوانیږي د ټولو خصوصي امنیتي کمپنیو مسئولیتونه افغان ځواکونو ته ورسپارل شي.

دوي دلیل وړاندې کوي، چې له یوې خوا په افغان امنیتي ځواکونو دا توان نشته او له بلې خوا بهرنیانو ته باوري نه دي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG