د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۵۰

"د نړیوالې ټولنې د مرستو د لګولو څرنګوالی سم نه څېړل کیږي"


په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې یو غړی وايي؛ چې په دې هیواد کې د بهرنیو مرستو د لګولو د څرنګوالي په اړه د یادې کمیټې بهرنیو غړود نه لېوالتیا موضوع به له افغان او بهرنیو چارواکو سره شریکه کړي.

د دې کمېټې غړي محمد یاسین عثماني له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکې کې وویل؛ چې د نړیوالې ټولنې مرستو او د هغو د لګولو په اړه باید څېړنې وشي.

ښاغلی عثماني وايي، د همدې لپاره باید د دوی د څارنې او ارزونيې ډیر تمرکز په دې هیواد کې پر بهرنیو موسسو وای؛، خو وايي، د کمیټې د بهرنیو غړو لیوالتیا ورسره کمه ده:

"کمېټه نه ده توانېدلې چې تر ډېره د هغو مالي لګښتونو او تدارکاتو په اړه کار وکړي؛ چې په بهرنیو موسسو کې کیږي او بشپړه نتیجه حاصله کړي.

په لومړي سر کې زموږ سره په دې کمټېه کې درې بهرني غړي دی، دوی په دې اړه لېوالتیا نه لري او نه غواړي.

نړیواله ټولنه اصلان موږ ته ځواب نه وايي، موږ ورته ویلي، چې په میلیونونو ډالره مو مصرف کړي او لګوی یې او ستاسو د لګښتونو د ستراتیژۍ اساس څه دی."


په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډه کمېټه د ولسمشر حامد کرزي له حکم سره سم د ۲۰۱۰ کال د مارچ په میاشت کې جوړ شوې ده.

دغه کمېټه ۶ غړي لري، چې درې یې افغانان او درې نور یې له بنګلدیش، فرانسې او سلوانیا څخه دي او دا کمېټه په هرو درو میاشتو کې د ۱۵ورځو لپاره غونډي جوړوي.

اوس مهال ددې کمېټې درې سره بهرني غړي له افغانستانه دباندي دي او ونه توانیدلو چې د ښاغلي عثماني د څرګندونو په اړه د هغوی نظر واخلو.

خو په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزوني د ګډي کمېټې یو بل غړی ډاکتر یما ترابي بیا د بهرنیو مرستو د لګولو د څرنګوالي په اړه د بهرنیو غړو د نه لېوالتیا په اړه وايي:

“زه دا په بشپړه ډول ردوم، دوې درې میاشتي مخکې چې موږ کومه غونډه درلوده زموږ پنځوس فیصده سپارښتنې نړیوالو موسساتو ته وې.

زه نه وم خبر چې عثماني صیب ستاسو سره په دې اړه خبرې کړي دي، زه به ورسره خبرې وکړم چې ووینم څه ستونزه موجوده ده. لکه څرنګه چې کمیټه شپږ غړي لري نو کله کله حتماً ځینې خپګانونه وي. طبعاً بیلابیل نظرونه موجود دي چې هغه باید حل کړو."


محمد یاسین عثماني همدارنګه ازادۍ راډیو ته وویل، له هغو مرسته کوونکو ادارو یې چې په افغانستان کې یې د سلګونه پروژې ملاتړ کړی او عملي کړي یې دي له یوې تر ۴ پروژو د حساب غوښتنه کړې، خو دی وايي چې په دې اړه هیڅ پام نه دی سوی.

افغان حکومت په دې باور دی، چې تر ټولو ډیر فساد په بهرنیو تړونونو او مرستو کې دی.

خو پر افغان حکومت بیا د ځینو مرسته کوونکو ادارو او هیوادونو تر ټولو لوی انتقاد دا دی چې ادارې فساد پکې زیات دی او پر ضد یې باید لا جدي مبارزه وکړي.

معصوم میوند
XS
SM
MD
LG