د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

پاپ "بیندیکت ۱۶ "له خپلې دندې استعفا کوي


په روم کې د نړۍ د کاتولیکانو مرکز واتیکان په یوه ناڅاپي خبر کې وویل، چې پاپ بیندیکت ۱۶ د رواني عیسوي میاشتې پر شلمه نیټه له خپلې وظیفې استعفا کوي.

په تیرو شپږو پیړویو کې دا لومړی ځل دی، چې د کاتولیکانو پاپ له کاره ګوښه کېږي.

په ۱۴۱۵ میلادي کال دولسم پاپ جورج په لویدیځ کې د کاتولیکانو د اتحاد په خاطر له خپلې وظیفې استعفا وکړه.

په ۶۰۰ کلنو کې دا لومړی ځل دی، چې د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر له خپلې څوکۍ څخه ګوښه کېږي.

په یوه اعلامیه کې، چې پرون له واتیکانه خپره شوه، ۸۵ کلن پاپ ویلي دي چې، د خپل اوږده عمر او کمزوري روغتیا له کبله نور دغې وظیفې ته ادامه نه شي ورکولای.

په دې وروستیو میاشتو کې د هغه روغتیايي حالت نور هم خراب شوی دی.

د دې پریکړې په نتیجه کې د نړۍ د کاتولیکو مشرانو پریکړه وکړه، چې د عیسویانو د مهمو مذهبي مراسمو یا د ایستر د لمانځلو څخه وړاندې، چې د مارچ په میاشت کې ترسره کېږي یو بل کس د پاپ په توګه انتخاب کړي.

پاپ بیندیکت د کلیسا د مشرانو په مجلس کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، باید د خپلې ناتوانۍ په اړه اعتراف وکړي.

هغه وویل، پر خپلې دغې پریکړې، یې ډيرغور کړی دی او د هغه دا پریکړه د کلیسا په ګټه ده.

د واتیکان ویاند فیدریکو لومباردي پرون په یوه خبري کانفرانس کې وویل:

«پاپ وايي، چې څو ځلي يې د خدای تعالی په وړاندې خپل وجدان ازمویلی دی.

دا عمیقاً د هغه خپله پریکړه ده، چې د خدای تعالی په دربار کې چې دته یې، دغه ماموریت سپارلی دی کړې ده.

پاپ وویل، زه دې نقطې ته ورسیدلم، چې زما عمر نور د دغه ماموریت د دوام لپاره مناسب نه دی، دا زما د پریکړې اصلي دلیل دی.»


جورج رتزینک د پاپ ورور د المان خبري اژانس ته وویل، پاپ په ډير مشکل پر لارې ځي.

ډاکټرانو هغه ته مشوره ورکړې ده، چې نور له اوږدو سفرونو څخه ډډه وکړي.

رسنیو د ايټالیا له صدراعظم مونتي مریو له قوله ویلي دي، چې د دغه ناڅاپي خبر په اوریدو ډير حیران شوی دی.
XS
SM
MD
LG