د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

افغان حکومت او نړېوالې ټولنې ۴ مهم ملي پروګرامونه تصویب کړل


افغان حکومت او نړېوالې ټولنې د راتلونکو درېیو کلونو لپاره څلور مهم ملي پروګرامونه تصویب کړل.

دغه پروګرامونه د سې شنبې په ورځ د څارنې او انسجام د ګډ بورد په نولسمه غونډه کې د تمویل لپاره د مرسته کوونکو هېوادونو استازو ته اعلان شول.

د افغانستان د مالیې وزیر د دې څلورو پروګرامونو د اعلانیدو پر مهال وویل، چې افغان حکومت به په ۲۰۱۳ کال کې د پروژو له پلان څخه د پروژو عملي کیدو ته مخه کړي.

حضرت عمر زاخیلوال چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د څارنې او انسجام د ګډ بورډ نولسمې غونډې ته خبرې کولې وویل، تصویب شوي پروګرامونه د افغان حکومت او افغانانو له لومړیتوبونو څخه دي:

"لومړی پروګرام د اوبو او طبیعي زیرمو د پراختیا ملي پروګرام دی چې درې کلن ارزښت یې یو اعشاریه اته میلیارده ډالره کیږي.

دوېیم پروګرام د کرنیزو تولیداتو د پراختیا په برخه کې دی چې په دې باندې نږدې یو اعشاریه یو ملیارده ډالره لګښت راځي.

درېیم او څلورم پروګرام د انرژۍ د برابرولو او د یوه کارنده او موثر حکومت جوړول دي، چې پر دو باندې هم په ترتیب سره د درېیو کلونو لپاره درې اعشاریه څلور میلیارده او ۱۴۶ میلیونه ډالر لګښت راځي."


د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې د دې پروژو ټول لګښت نږدې ۷ میلیارده ډالره کیږي، چې نړېوالې ټولنې مخکې له مخکې د یوې اندازې پیسو ژمنه ورکړې ده.

د افغان حکومت او نړېولې ټولنې د څارنې او انسجام په ګډې نولسمه غونډه کې چې په بهرنیو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، د ۳۷ مرسته کوونکو هېوادونو سفیرانو او استازو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د بهرنیو مرستو د مدیریت د پالیسي سند هم تصویب چې د مالیې وزارت په خبره د مرسته شوېو پیسو په لګښت به مثبت اغیز وکړي.

د مالیې وزیر وویل، د دې سند له مخې هغه پیسې چې د بدلون په لسیزه کې افغانستان ته ورکول کیږي، هغه به د افغانانو او حکومت په لومړیتونو او ګټوره لاره لګول کیږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازي یان کوبیش وویل، افغانستان د بدلون په لسیزه او له دې وړاندې ډیرو مرستو ته اړتیا لري، خو له دې سره جوخت حکومت اړ دی چې د شفافیت او حساب ورکونې چارې ګړندۍ کړي:

"په ملګرو ملتونو کې دننه داسې بحثونه روان دي چې څنګه د افغانانو په رهبرۍ د افغانستان له راتلونکو سیاسي او پراختیایي پروسو سره ښه ملګرتیا وکړو.

کله چې افغان حکومت د بدلون په لسیزه کې دوامداره مرستو ته اړتیا لري، نو ضرور ده چې د ښې نړیوالې ملګرتیا لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

حکومت باید بشري حقونواو شفافیت ته له پاملرنې سربیره د فساد په وړاندې هم خپلې مبارزې ته دوام ورکړي."


مرسته کوونکوو هېوادونو د توکیو په کانفرانس کې چې د تیر میلادي کال په جولای میاشت کې جوړ شوی وو، له افغان حکومت څخه ژمنه اخیستې وه چې د مرستو په بدل کې به د شفافیت او حساب ورکونې موضوع جدي نیسي.

که څه هم افغان حکومت د بهرنیو مرستو د لګولو لپاره ځینې تدابیر نیولي، خو کتوونکي وایي چې اوس هم د بهرنیو مرستو ډیره برخه بې ځایه مصرفیږي او کله نا کله شخصي جیبونو ته ځي.

دا چې د افغان حکومت څلور نوي تصویب شویو پرواګرمونو ته به مرسته کوونکي هیوادونو ژر پیسې ورکړي او که نه ؟ او آیا دغه پیسې به په سمه توګه ولګول شي؟ دا هغه څه دي چې ځینې کارپوهان ورته د شک په سترګه ګوري.
XS
SM
MD
LG