د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

د خوړو نړېوال سازمان په افغانستان کې تولید شوي بیسکټ اخلي


د خوړو نړېوال سازمان په دی باور دی چې د افغانستان د خوراکې موادو تولیدونکې شرکتونه کولای شي، چې باکېفیته خوراکې مواد تولید کړي.

د دې سازمان ویاند اسداله اظهر د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دغه سازمان د افغاني شرکتونو پر تولیداتو د باور وروسته دا اقدام وکړ، چې بیسکټ یي واخلي.

ښاغلي اظهر دا هم وویل، یاد سازمان په هېواد کې د ځینو تولیدي کمپنیو کارکوونکو ته مسلکې روزنې هم ورکړي دي:

"هدف دا دی، چې د خوړو نړېوال سازمان غواړي کومې ژمنه یي چې د افغاني تولیداتو د زیاتولو لپاره کړي دي، پر هغو ولاړ پاتې شي.

دا سازمان غواړي د افغانستان د تولیدي فابریکو ملاتړ وکړي، څو دا فابریکې په معیارونو برابر داسې بسکټ تولید کړي، چې پخوا له افغانستانه بهر تولیدیدل."

دا سازمان وایي، دا بیسکټ به زده کوونکې د پوهې د لوړولو په نیت د پوهنې له وزارت د یو هم اهنګ پروګرام په اساس، د هېواد د مرکز او ولایتونو پر زده کوونکو په وړیا توګه وویشي.

د دې سازمان د معلوماتو له مخې، دی سازمان تیر کال هم له بسکټو سره، یوه اندازه نور خوراکې مواد په کابو دوه میلیونو زده کوونکو ویشلي وو.

ویل کېږي، چې پخوا تر دې د ملګرو ملتو سازمان دا ډول مواد له بهره رانیول او پر زده کوونکو یي ویشل.

په کابل کې د اتفاق شرکت یو له هغو شرکتونو څخه دی، چې بسکټ او داسې نور خوراکې مواد تولیدوي.

د دې فابریکې ريیس عبدالرازق وایي، اوس مهال څه باندې دوه سوه کارګر لري او په ورځ کې شپږ ټنه بسکت تولیدوي.

ده د خوړو له نړېوال سازمان سره د تړون د لاسلیکېدو هرکلۍ وکړ:

"همدا« ډبلیو، ایف، پي» موږ تشویقوي، دولت دومره تشویقي جنبه نه لري او زموږ تولیدي مواد نه اخلي، حکومت موږ د تولید زیاتولو ته هیڅ پام نه لري."

عبدالرازق له حکومته غواړي، چې د کورنیو تولیداتو د زیاتولو لپاره له دوي سره د ځمکو او نورو امکاناتو مرسته وکړي.

له دې مخکې یو شمېرافغاني شرکتونو خپلو موادو د مارکېټونو له نه لرلو شکایت کاوه.
ځیني راپورونه وایي چې د هېواد په ولایتونو کې یو شمېر تولیدي فابریکې د مارکېټ د نه لرلو له امله له ماتې سره مخ شوي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG