د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۹:۰۶

په افغان زندانونو کې د بندیانو سره شکنجه تائید شوې


په افغان زندانونو کې د بندیانو د شکنجې په اړه د ولسمشر کرزي له خوا ګمارل شوي کمیسون تائید کړې ده، چې په یو شمېر زندانونو کې له بندیانو سره ناوړه چلند شوی دی.

افغان ولسمشر حامد کرزي وروسته له هغې په زندانونو کې د شکنجې په اړه د څیړولو حکم وکړ، چې ملګرو ملتونو په خپل راپور کې له زندانیانو سره د افغان مقاماتو د بد سلوک او شکنجې موضوع راپورته کړه.

د دې کمیسون مشر عبد القادر عدالتخوا پرون وویل، د کابل،کندهار او هرات ولایتونو د ۲۸۴زندانیانو له جملې څخه چې دوي ورسره مرکې کړي ۱۴۸ يې ویلي، چې هغوي شکنجه شوي دي او د زندان د مقاماتو او تحقیق کونکو لخوا ورسره نا سم چلند شوی دی.

د ښاغلي عدالتخوا په خبره زیات شمیر زندانیان د نیولو او تحقیق پر مهال شکنجه شوي دي.

ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د افغان حکومت په زندانونو کې ۴۳ په سلو کې بندیانو سره ناوړه چلند کیږي .

د افغان حکومت لخوا ټاکل شوي کمیسون ویلي چې اته څلویښت په سلو کې بندیانو له نا سم چلند څخه شکایت کړی او ۶۶ په سلو کې نور بیا له قانوني خدماتو او اسانتیاو محرومه دي.

د یاد کمیسون مشر ویلي چې ددوي په څیړونو کې پر بندیانو د جنسي تیري په اړه د ملګرو ملتونو په راپور کې شوې ادعا نه ده ثابته شوې .

عبد القادر عدالتخوا ویلي یو شمیر زندانیان له اوږدې مودې راهیسې په زندانونو کې دي او تر اوسه پورې يې قضيي نه دي څیړل شوي .

د افغان حکومت په زندانونو کې د زندانیانو د شکنجې په اړه د ملګرو ملتونو د راپور له خپریدو وروسته نړیوالو ځواکونو افغان لوري ته د بندیانو د سپارلو چارې هم د موقت وخت لپاره وځنډولې.

د افغان حکومت لخوا ګمارل شوي کمیسون په زندانونو کې د شکنجې او ناوړه چلند په اړه په داسې وخت کې خپل راپور خپور کړی چې افغان حکومت له امریکايي ځواکونو څخه د باګرام زندان د بشپړې تسلیمۍ غوښتنه کوي.

د بشري حقونو ډلو او نړیوالو سازمانونو هم په افغان زندانونو کې له بندیانو سره د نا سم چلند د راپورونو په باب له افغان حکومت سره خپله اندیښنه شریکه کړې ده.
XS
SM
MD
LG