د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

پلاوي د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو شکنجه کېدل تایید کړ


یوه افغان پلاوي هم په خپلو څیړنو کې تائید کړې چې د افغانستان په یو شمیر زندانونو او توقیف ځایونو کې زندانیان شکنجه کیږي.

د ولسمشر حامد کرزي له خوا ګمارل شوي دې پلاوي د خپل ۲۵ مخیزه راپور نتایج د دوشنبې په ورځ په کابل کې له خبریالانو سره شریک کړل او افغان حکومت ته یې یو شمېر سپارښتنې هم وکړې.


نژدې نیمايي هغو زندانیانو چې په زندانونو کې د څېړني له حکومتي پلاوي سره یې خبرې کړي؛ ادعا یې کړې، چې په زندانونو کې شکنجه او بد چلن شته.

دغه حکومتي پلاوي د بیلګي په ډول د کابل، کندهار او هرات ولایتونو په بیلا بیلو زندانونو او توقیف ځایونو کې څېړني کړي.

د دې پلاوي غړو له افغان ولسمشر سره حامد کرزي سره د راپور تر شریکولو وروسته د دې راپور پایلي د دوشنبې په ورځ په کابل کې له خبریالانو سره شریکې کړې.

په زندانونو کې د څېړني د حکومتي پلاوي رییس او د اساسي قانون پر عملي کولو د څارنې کميسیون مرستیال عبدالقادر عدالتخوا وايي، چې زندانیان د نیولو او تحقیقاتو پر وخت شکنجه شوي او ناوړه چلند ورسره شوی.

"په مجموعي ډول له ۲۸۴ کسانو سره مرکې شوي، له دې جملې ۱۴۸ کسانو د شکنجې ادعا کړې، د دوی د ادعاوو له مخي دغه شکنجه تر ډیره د نیولو پروخت او ډیر کم وخت هم د تحقیقاتو پر وخت ورکول شوې.

په نتیجه کې هغو کسانو چې د شکنجې ادعا یې کړې 47.88 فیصده ته رسیږي."


یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندیه ماموریت دفتر د رواني لمریزې میاشتې په لومړيو کې په یوه راپور کې ویلي وو؛ چې د افغانستان په زندانونو کې زندانیان په ۱۴ ډول سیسټماټیکه شکنجه کیږي او همدارنګه په جنسي تیري او مرګ ګواښل کیږي.

خو په زندانونو کې د څېړني حکومتي پلاوی وايي، چې د څېړنو پر وخت یې هیڅ ډول سسټماټیکه شکنجې او جنسي تیري مثالونه پیدا نه کړل.

د دې پلاوي څېړني همدارنګه ښيي، له هغو زندانیانو سره چې خبرې شوي په سلو کې ۶۶ کسان یې مدافع وکیلان نه لري.

د پلاوي مشر همدارنګه په زندانونو کې د بندیانو د ناوړه روغتیايي حالت؛ د هغوی د دوسیو پر وخت نه څېړلو او په زندانونو کې تر خپل وخت ډیر ساتلو یادونه کوي.

ښاغلی عدالتخوا افغان حکومت ته سپارښتنه کوي، چې له زندانیانو سره ناوړه چلند کوونکي دط په جدي ډول وڅاري.

"د لویې څارنوالۍ محترمې ادارې ته دې دنده وسپارل شي، چې د څېړنې د کميسیون له خوا موندل شوي حقایق دي؛ چې په دې راپور کې راټول شوي، د زندانونو د قانون د ۵۱ مې مادې سره سم دې هغه وڅېړي او د شکنجې عاملین دې تر عدلي تعقیب لاندې وڅېړل شي.

په دې خاطر چې په راتلوونکي وخت کې هېڅ تورن او مجریم شکنجه نه شي."


د بندیانو د دوسیو پروخت څېړل، روغتیايي حالت ته یې پام کول او د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت د ریاست د هغو کسانو د وړتیاوو لوړل؛ چې له زندانیانو څېړني کوي، د پلاوي نوري مهمي سپارښتنې وې.

په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو ویلي، تر هغو پورې چې د زندانیانود شکنجې ستونزه هواره شوې نه وي، دوی به هغو مشخصو زندانونو او توقیف ځایونو ته د زندانیانو سپارل له سره ونه نیسي؛ چې د ملګرو ملتونو په راپور کې د شګنجې یادونه په کې شوې.

د افغان زندانیانو په اړه دا اندېښنې داسې وخت څرګندیږي، چې ټاکل سوې ډیر ژر افغان حکومت له امریکايي ځواکونو څخه د بګرام زندان ټول مسوولیت واخلي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG