د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۳۸

په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د وروستي قومندان مسوولیتونه؟


جنرال جوزف ډنفورډ چې پرون یې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قومندان په توګه په کار پیل وکړ، پنځلسم او ښایي وروستی جنرال وي چې په دې هیواد کې د نړیوالو ځواکونو د قومندانۍ مسوولیت ورله غاړې کیږي.

ډنفورډ به چې د عراق د جګړې په پیل کې یې د پلي سمندري ځواکونو د یوه غونډ مشري کوله، له افغانستانه په داسې حال کې د شاوخوا ۶۶ زره امریکایي عسکرو او پوځي وسایلو او تجهیزاتو د ایستلو چارې تنظیموي؛ چې تراوسه په دې هیواد کې له طالبانو سره جګړه روانه ده.

ډنفورډ به دغه راز افغان امنیتي ځواکونو ته د مسولیتونو د لیږد وروستی پړاو څاري. د نیویارک ټایمز په وینا نړیوال ځواکونه به د یوشمیر هغو ناکرارو جنوبي او ختیځو سیمو مسولیتونه هم افغان ځواکونو ته سپاري؛ چې که طالبان پرې بشپړ کنټرول نه لري، پردې سیمو پراخ نفوذ لري.

جنرال ډنفورډ په هغو مراسمو کې چې د کار د پیل په مناسبت یې پرون په کابل کې جوړ شوي وو؛ په لنډو خبرو کې وویل، چې له افغانانو سره د امریکا ژمنې پر ځای پاتې دي او زیاته یې کړه چې ډېر کارونه باید ترسره شي هغه وویل، نن د بدلون ورځ نه ده، بلکې زموږ د ماموریت دوام دی. هغه څه چې نه دي بدل شوي، زموږ اراده ده، هغه څه چې نه دي بدل شوي د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې زموږ ژمنه ده. د خپل دې ماموریت د سرته رسولو او د افغانستان خلکو ته د خدمت په برخه کې زموږ ژمنه نه ده بدله شوې.

جنرال ډنفورډ د پوځ له پخوانیو تجربه کارو منصبدارانو څخه دی چې په دې وروستیو کې د پلي سمندري ځواکونو د قومندانۍ د مرستیال په ګډون یې په بیلابیلو لوړو پوستونو کې دندې ترسره کړې ده.

نیویارک ټایمز وړاندې د لویدیځو چارواکو په حواله لیکي؛ چې جنرال ډنفورډ په افغانستان کې څو لومړی ورځې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان الن ترڅنګ چې پرون يې د کار موده پای ته ورسیده په غونډو کې برخه اخیستې چې د خپلې نوې دندې د څرنګوالي په اړه ځان پوه کړي.

ډنفورډ د جورج ټاون له پوهنتون څخه د حکومت کولو په چاروکې ماسټري لري او وروسته یې هم د حقوقو او ډیپلوماسۍ په چاروکې ماسټري اخیستې ده.

د نیویارک ټایمز په وینا د جنرال ډنفورډ د نوې دندې په اړه جزیات به په راتلونکو ورځو کې چې ټاکل شوې ده؛ د امریکا ولسمشر بارک اوباما په دې اړه چې ترراتلونکې کال پورې څه شمیرامریکایي عسکرله افغانستانه ووځي، خپله پریکړه اعلان وکړي، څرګند شي.

دغه راز به اوباما ښایي د هغه شمیر عسکرو یادونه هم وکړي؛ چې د دواړو هیوادونو د موافقې له مخې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې کیږي.

د امریکا د پلي سمندري ځواکونو د قومندان جنرال چارلیس ګورګانوس په وینا د جنرال ډنفورډ د نوې دندې یوه اساسي برخه به د افغان امنیتي ځواکونو پر ملاتړ څرخي چې وکولای شي؛ په خپلو پښوودریږي.

د هغه په وینا، هدف دا دی، چې دغه ځواکونه په راتونکې کې په خپله وکولای شي؛ خپلو لیکو ته کسان جذب کړي، روزنه ورکړي او پروسایلو یې مجهز کړي.

افغان ځواکونه اوس د روغتیایي خدماتو، استخباراتو او لوژیستیکې چارو په برخه کې پر امریکایي ځواکونو متکي دي.
XS
SM
MD
LG