د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۲:۰۲

ډنفورډ: هغه څه چې نه دي بدل شوي هغه د ائتلاف اراده ده


ایریش ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د عمومي قومندې د بدلون په اړه مطلب خپور کړی دی.
ورځپاڼه لیکي :

د یکشنبې په ورځ په هغو مراسمو کې چې د افغانستان په ملي حاکمیت ټینګار کوي، په دې هېواد کې د ناټو ځواکونو عمومي قومنده له جنرال جان الن څخه بل امریکايي جنرال جوزیف ډانفورډ ته وسپارل شوه.

ایرش ټایمز لیکي، جنرال ډانفورډ د جنرال الن له ۱۹ میاشتني خدمت وروسته چې د افغانستان د یولس کلنې جګړې سخته مرحله ګڼل کیږي، په دې هېواد کې د نړېوالو ځواکونو مشري پر غاړه واخیسته.

په کابل کې د ایساف په مرکزي قرارګاه کې د قومندې د بدلون په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې چې افغان او بهرنیو مقاماتو په کې ګډون کړی وو، جنرال ډانفورډ وویل، د نن ورځې دا مراسم د بدلون په اړه نه بلکه د دوام په اړه دي.د نوموړي په وینا هغه څه چې نه دي بدل شوي هغه ددې ائتلاف اراده ده.

د ایریش ټایمز په وینا جنرال جان الن چې د خدمت پر مهال يې د افغانستان د زیاترو سیمو کې امنیتي مسولیتونه افغان لوري ته وسپارل شوه، په خپلو خبرو کې د افغانستان پر ملي حاکمیت چې په دې وروستیو کې د افغان ولسمشر او د هغه د لویدیځو ملاتړو ترمنځ د اختلاف یوه مهمه موضوع، ګرځیدلې، ټینګار وکړ.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې بیا په خپله وروستۍ ګڼه په دې اړه چې امریکایان له افغانستان څخه وتلو ته چمتوالۍ نیسي یوه مقاله خپره کړې چې په کې راغلي:

ورځپاڼې له مزار شریف څخه په خپل راپور کې لیکلي:

امریکايي ځواکونه په یوه پارکنګ کې خپل وسایط له افغانستان څخه د ویستلو لپاره ټولوي.

د ۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت ددې پارکنګ یا تم ځای لپاره بلډوزرونه او د سرک جوړونې وسایط په کار بوخت دي.

والسټریټ ژورنال لیکي:

د ائتلافي ځواکونو پوځي ماموریت د راتلونکې کال په ډسمبر میاشت کې پای ته رسیږي او له ۶۶ زره امریکايي ځواکونو څخه یو زیات شمیر به يې له افغانستان څخه اووځي.

د ورځپاڼې په وینا تمه ده چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما به د روانې اونې په خپله وینا کې له افغانستان څخه د سرتیرو د ویستلو د څرنګوالي او دا چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به څومره سرتیري په افغانستان کې پاتې کیږي ،څرګندونې وکړي.

د مقالې لیکونکی وايي د افغانستان د یولس کلنې جګړې په اوږدو کې په افغانستان کې چې سمندر ته لاره نه لري د پوځی وسایطو یوه زیاته اندازه موجوده ده.

والستریټ ژورنال لیکي د امریکا پوځ ددې وسایطو او مهماتو د ویستلو لپاره درې لارې په مخکې لري :لومړۍ کولی شي چې د هوا له لارې دا انتقال کړي یا يې د جنوب په استقامت د پاکستان بندرونو ته ورسوي او یا هم دا وسایط او پوځي مهمات د مرکزي اسیا له لارې له افغانستان څخه وویستل وباسي.
XS
SM
MD
LG