د افغانستان د هواپیژندنې اداره وايي، که د ضرورت وړ مرستې ورسره وشي، دا اداره کولی شي چې، د هوا پیژندنې د سیمه ییزو او نړیوالو معیارو سره سم، د هواحالات وړاندې کړي.
د افغانستان د هواپیژندنې اداره وايي، اوسمهال د هیواد په شاخوا شلو ولایتونو څانګې لري او هره ورځ خلکو او ټولو دولتي ادارو ته د هوا د حالاتو په هکله معلومات وړاندې کوي؛ خو که مالي او تخنیکي لازمې مرستې ورسره وشي کولی شي؛ چې خپل مسلکي فعالیتونه نورهم جدي، پراخ او د هواپیژندنې له نړیوالو معیارونو سره سم پرمخ بوزي.
د دې ادارې ريیس اسحاق نوري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل،
یولړ مالي او تخنیکي اړتیاوې کله کله د دوی فعالیتونه ټکني کوي.
ده له حکومت اونړیوالې ټولنې وغوښتل چې، د دې مهمې ادارې د اړتیاو پوره کولو ته دې اقدامات وکړي:
"هغه څه چې موږ ورسره ستونزه لرو، هغه د علمي کادرونود نشتوالي او د هواپیژندنې د تشکیل ستونزه ده؛ چې په مسلسله توګه کم شوی.
همدارنګه درخصتیو په ورځو کې د نوکریوالو مامورینو د اضافه کاري نشتوالی بله ستونزه ده او سربیره پردې، د تخنیکي او فني وسایلو کموالی هم لویه ستونزه ده، چې دا اداره ورسره مخ ده.
موږهیله لرو چې، صلاحیت لرونکي کورني او بهرني ارګانونه د دې ستونزو اوارۍ ته اقدامات وکړي."
ښاغلي نوري وویل، د هوا د حالاتو په برخه کې د دوی د ورکړل شویو معلومات له مخې بزګر، عام خلک، د کرنې او ټرانسپورټ وزارتونه او له طبیعي پیښو سره د مبارزې اداره خپل فعالیتونه تنظیموي.
له طبیعي پيښو سره د مبارزه اداره وايي، د دې ادارې راپورونه دقیق او د پروګرامونو په پلی کولو کې له دوی سره ډیره مرسته کوي.
د دې ادارې مرستیال اسلم سیاس ازادي راډیوته وویل:
"له موږ سره دا اداره ډیره مرسته کوي، کولی شو د دې ادارې د معلوماتو سره سم یوې سیمې ته ضروري مرستې د نقلیه وسایطو او یا د طیارو له لارې ورسوو، همدارنګه د خطر لاندې سیمو ته د مرستو بیړنۍ پروګرامونه په پام کې نیسو."
خلک وايي، د دې ادارې معلومات خلکو ته په ورځنیو چارو کې اسانیتاوې برابروي او د مالي، تخنیکي او مسلکي پلوه د داسې یوې مهمې ادارې سمبالول ضروري دی.
د کابل ښار یو اوسیدونکی طهماس مهمند وايي:
"دا اداره ډیره مهمه اداره ده، اوس مهال چې کومې ستونزې لري باید دولت یې پوره کړي. دا اداره بزګراو څوک چې غواړي، له یوې سیمې نه بلې ته لاړ شي، ډیره مرسته ورسره کوي."
د افغانستان د هوا پيژندې د ادارې چارواکي وايي، دا اداره د هیواد په شاوخوا شلو ولایتونو کې څانګې او په ځینو سیمو ګرځنده کارکوونکي هم لري او د پيښو په هکله معلومات له مرکزاو سیمه ییزو ارګانونوسره شریکوي.
د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وايي، د یادې ادارې د پرسونل، متخصصینو او تخنیکي وسایلو د کموالي پر ستونزو یې بحثونه کړي او پریکړه شوې؛ چې د ضرورت وړ موادو، پرسونل او د متخصصینو پوره کولو ته یې ژر ترژره اقدامات ترسره شي.
د دې وزارت ویاند ننګیالي قلاتوال ازادي راډیو ته وویل:
"وزارت د دې ادارې غوښتنې ترخپل توان پوری پوره کړي او سربیره پردې د دې ادارې مالي او د متخصصینو مساله یې د وزیرانو شورا اقتصادي څانګې ته سپارلې، هیله ده په هکله یې اقدامات وشي او دا اداره ډېر ژر یوښه حالت ته ورسیږي."
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ایساف ځواکونه هم د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د هوا پیژندنې ورته ځانګې لري، خو د ټرانسپورټ وزارت وايي، د هوا او موسم د بدلون او احتمالي پېښو په هکله دواړه ارګانونه یو د بل له معلوماتو ګټه اخلي.
د افغانستان د هوا پيژندنې د معلوماتو له مخې دا اداره په دیارلس سوه درې دېرشم کال کې تاسیس او د اوږدې مودې فعالیت وروسته، په هیواد کې د کورنیو جنګونو او د حکومتونو د نه پاملرنې له امله له سقوط سره مخ شوه او په دوه زره لومړي میلادي کال کې یې بیا فعالیت پیل کړ.
راپور: خان محمد سیند