د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

"د افغان حکومت له سلا پرته د طالب زندانیانو خلاصون خطرناک دی"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې پاکستان باید هغه طالب زندانیان له خپلو زندانونو ازادي کړي؛ چې د سولې عالي شورا یې په ګوته کوي.

ډاکتر زلمي رسول په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل؛ چې په لندن کې د افغانستان پاکستان او بریتانیا په درې اړخیزه غونډه کې هم په همدې موافقه شوې؛ چې پاکستان به طالب چارواکي د سولې د عالي شورا په سلا له زندانونو پریږدي.

نوموړي وویل، چې د افغان حکومت له خبرولو پرته د طالبانو خلاصون خطرناک دی او په دې اړه یې له پاکستانیو چارواکو سره خپله اندیښه شریکه کړې ده:

"موږ ویلي، چې هغه طالبان چې له زندانونو څخه خوشې کیږي باید د سولې د عالي شورا په سلا وشي، ځکه دغه شورا د سولې د پروسې د پرمخ وړلو مسووله ده او دا تشخیصولای شي، چې څوک د سولې له پروسې سره مرسته کولای شي.

له همدې امله موږ په لندن کې هغوی ته خپله اندیښنه څرګنده کړه او ومو ویل، چې د زندانیانو خوشې کیدل په داسې حال کې چې موږ خبر نه یو او نه پوهیږو چې چیرته ځي، امکان لري چې خطر ولري."


که څه هم ښاغلي زلمي رسول ونه ویل، چې د پاکستان له زندانونو څخه د طالب چارواکو خلاصون څه خطر له ځان سره لري؛ خو په دې اړه د بیلابیلو لوریو اندیښنه دا ده، چې هسې نه بیرته د جګړې له لیکو سره یو ځای شي.

افغان چارواکي وروسته له هغې دغه څرګندونې کوي چې پاکستان د سولې د عالي شورا په غوښتنه دوه ځلې شاوخوا شل طالب چارواکي خوشې کړل.

خو افغان چارواکو ته یې په دې اړه جریات ورنه کړل؛ چې خوشې شوي کسان چیرته ولاړ او اوس څه کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل؛ چې ټاکل شوې د راتلونکې میلادي میاشت په لومړیو دوو اونیو کې په کابل کې د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو ګډه غونډه جوړه شي.

ښاغلي رسول وویل، چې د دې غونډې لپاره د چمتوالي نیولو لپاره یو پلاوی د یکشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ:

"په لندن کې بالاخره دې پریکړې ته ورسیدو چې د دیني عالمانو ګډه غونډه به د مارچ د میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې وشي؛ د سولې د عالي شورا اته کسیز پلاوی نن په دولسو بجو د پاکستان پر لور خوځیږي، تر څو له خپل پاکستاني لوري سره خبرې وکړي او د افغانستان او پاکستان د عالمانو د دې لویې غونډې اجنډا جوړه کړي او دا به خپله یو پرمختګ وي."

افغان حکومت هڅه کوي چې د افغانستان اوپاکستان د دیني عالمانو په ګډه غونډه کې د افغانستان د جګړې پر ضد د دیني عالمانو یوه فتوا ترلاسه کړي.

په عین حال کې د لندن په درې اړخیزه غونډه کې یو ځلې بیا په دې موافقه وشوه؛ چې باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو سند تر راتلونکې مني پورې برابر شي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په خپل وروستي خبري کنفرانس کې یوې ځلې بیا په دې اړه د افغان حکومت شرط تکرار کړ چې ددې سند له لاسلیک کیدو مخکې باید دا ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان د پاکستان له خاورې هیڅ ګواښ نه دی متوجه.
XS
SM
MD
LG