د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۹:۱۰

د شیرخان مدافع وکیل د کابل بانک ځانګړې محکمه عادلانه نه بولي


د کابل بانک ځانګړې محکمه
د کابل بانک د پخواني ريیس شیرخان فرنود مدافع وکیل تور لګوي؛ چې د دې بانک لپاره د ځانګړې محکمې بهیر عادلانه او شفاف نه دی.

صبغت الله تمیم وایي، چې قضايي ارګانونه په هغو چارواکو او زورواکانو سترګې پټوي چې په دې قضیه کې تر ټولو ډیر لاس لري.

په داسې حال کې چې د کابل بانک د دوسیې لپاره ځانګړې محکمه وايي؛ ډیر ژر به د دې دوسیې په ارتباط د تورنو کسانو په اړه خپله پریکړه وکړي؛ د شیرخان فرنود مدافع وکیل دا محکمه شفافه او عادلانه نه بولي.

د شیرخان فرنود مدافع وکیل صبغت الله تمیم د یکشنبې په ورځ څو محدودو رسنیو ته وویل چې د کابل بانک په مسله کې شیرخان فرنود ته پر ده د لګیدلي تورونو په اړه د سپیناوي لپاره وخت نه دی ورکړل شوی.

ښاغلی تمیم وایي، ښایي قضايي ارګانونه د ځینو هغو چارواکو او زورواکانو له ډاره دا کار نه شي کولی چې په دې قضیه کې لاس لري.

"هغه زورواکان چې په دې قضیه کې ښکیل دي، هغه د ولسمشر له ورور نه نیولې د هغه د لومړي مرستیال تر وروره پورې او له ده نه ښکته کسان ټول په دې قضیه کې ښکیل دي.

له کابل بانک نه یې پيسې اخیستي او د دې بانک پوروړي دي او نه یواځې دا چې اصولي مقروضیت لري بلکې که چیرته دا موضوع په دقیقه توګه څیړل شوی وای، داسې موضوعات شته چې په غیر قانوني توګه له کابل بانک نه د پیسې اخیستلو په هکله دي.

هغه اسناد ټول د بانک په سافت ویر او آرشیف کې شته، خو موږ ته اجازه نه راکول کیږي چې هغه اسناد را وباسو او ټولو سره یې شریک کړو، نه محکمه، نه لوی څارنوالی او نه هم د ځانګړې محکمه."


دی همدا راز وايي، چې څو ځله یې د کابل بانک لپاره ځانګړې شوې محکمې ته اسناد وړاندې کړي خو هغوی د سپیناوي لپاره وخت نه دی ورکړی، چې د ده په خبره دا کار په خپله په دې قضیه کې د فساد ښکارندويي کوي.

کابل بانک په دوه زره نهم میلادي کال کې په غیر قانوني توګه له دغه بانک څخه د څه باندې نه سوو ملیونو ډالرو د ویستلو له امله له ماتې سره مخ شو.

د کابل بانک لپاره ځانګړې شوې محکمه وايي، چې تر اوسه د دې بانک په قضیه کې دوه ویشت کسان تورن دي؛ چې په سر کې یې پخوانی رییس شیرخان فرنود او مرستیال یې خلیل الله فروزي دي.

خو د هغه مدافع وکیل دا ډول تورونه او دا ډول محکمې غیر عادلانه بولي.

بل خوا د کابل بانک د قضیې لپاره د ځانګړې محکمې مشر وایي؛ چې دوی ټولو تورنو کسانو ته نهه میاشتې وخت ورکړ؛ خو هیڅ یوه هم په دې موده کې کوم غبرګون ونه ښوده.

شمس الرحمن شمس وایي، چې د ولسمشر کرزي او مارشال فهیم ورونو محمود کرزي او حسین فهیم ډیر مخکې له بانک نه اخیستي پورونه بیرته ورکړي دي.

"موږ دوی ته نهه میاشتې وخت ورکړ، مکتوبونه مې وکړل چې دوی به خپل حسابونه تصفیه کړي، خو دوی په دومره وخت کې خپل حسابونه تصفیه نه کړل.

د کرزي ورور خپل ټول حسابونه خلاص کړي دي، هغه دوه ویشت میلون ډالره چې له دې بانک نه یې اخیستي بیرته ورکړي دي.

د فهیم ورور هم اتلس میلون ډالره بیرته بانک ته تحویل کړي دي.

خو تاسو شیرخان فرنود ته ووایئ چې آیا تا تر اوسه یو میلون ډالر هم تحویل کړي دي؟"


دی همدا راز وایي، چې د دې قضیې د حل او څیړلو په برخه کې د هیڅ یو دولتي چارواکي او یا هم زورواکي له خوا فشار ورباندې نشته.

له کابل بانک څخه په غیر قانوني توګه د سلګونو ملیونو ډالرو د ویستل کیدو رسوايي د افغانستان بانکي سیستم ته یوه لویه ضربه بلل کیږي، خو اوس خلک او بیلابیل لوري دې ته سترګې پرلار دي چې ځانګړې محکمه د کابل بانک د قضیې په اړه څه پریکړه کوي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG