د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

د پکتيا ورزشکاران لازمې پاملرنې ته اړتیا لري


د پکتيا ولايت د مرکز او لرو پرتو ولسواليو ورزشکاران شکايت کوي؛ چې د المپيک رياست يې پرمختګ ته لازمه پاملرنه نه کوي.

دوی وايي، چې د پکتيا په ډېرو سيمو کې ورزشکاران شته او په ورزشي نمايشونو کې هم برخه اخلي او د افغانستان په کچه لوبو کې يې لومړي او دويم او درېيم مقامونه هم ترلاسه کړي؛ خو دولتي چارواکو او په دې ولايت کې شته ورزشي امريت ورته لازم پام نه دی کړی.

د پکتيا مرکز ګردېز ښار ورزشکاران وايي، چې دوی د ورځنيو لوبو او تمريناتو له پاره نه وړ ځايونه لري او نه هم د سياليو له پاره لوبغالي.

دوی غوښتنه کوي، چې په پکتيا کې ورته د لوبو له پاره وړ لوبغالي او د تمريناتو په خاطر جمنازيوم او نور وړ ځايونه جوړ شي، چې ښه پرمختګ وکړو:

"ورزشکاران وړ او مناسب ځای د خپلو ورځنيو تمريناتو له پاره نه لري، په اقتصادي لحاظ ښه نه دي چې خپلې ورځنۍ لوبې په خپل شخصي لګښت ترسره کړي، ستونزې شته او المپيک امريت ورته پام نه دی کړی."

په پکتيا کې شته ورزشکاران وايي، لکه د نورو ولايتونو د ورزشکارانو په څېر لازمه پاملرنه ورته نه ده شوې او نه يې د امريت له خوا کوم ښکاره پرمختيايي کارونه شوي دي.

خو د پکتيا د المپيک امريت مسولين وايي، چې دوی په خپل وخت ټول کارونه سرته رسولي دي او اوس له کومو ستونزو سره نه دي مخ.

د پکتيا د الپيک امر محمد امين علميار وايي، چې د ياد ولايت ورزشکاران له پخوا اوس ښه شوي دي او د دې پر ځای چې په خاورو کې ولوبيږي يو ورزشي لوبغالی يې جوړ کړی دی :

" موږ الحمدالله په پکتيا کې ورزشي لوبغالی لرو؛ چې په دې کې فوټبال، وليبال او ډېرې نورې ورزشي او رزمي لوبو له پاره پکې ځايونه جوړ شوي دي."

خو د پکتيا مرکز ګردېز ورزشکاران د المپيک د امر دغه خبرې نه مني او وايي، چې په ګردېز کې جوړ شوی لوبغالی دلوبو او تمريناتو په خاطر د دوی په واک کې نه دی.

دوی وايي، د پخوا په څېر اوس هم ښار ته څېرمه په خاورو او شږو هوارو شويو ميدانو کې خپل ورځني تمرينونه او لوبې ترسره کوي، د ګردېز ښار څو تنه لوبغاړي :

"نوم مې نور احمد حيران دی . د اتحاد د ټيم لوبغاړی يم. تر اوسه پورې موږ په پکتيا کې ميدان نه لرو، يو ميدان يې پاس د تېرې په پروژه کې جوړ کړی؛ چې په هغه کې اوس پوليس موټر زده کوي او زموږ په واک کې نه دی

نوم مې محمد رحيم ده په پکتيا کې خلک اوس هم په هغه زړو ميدانونو کې چې په خاورو،شګو او لوټو هوار شوي، ځوانان لوبه کوي، هسې وخت تېروي کنه په ټوله پکتيا کې داسې ځای نه شته چې څوک دې پرې خوشاله شي."


د پکتيا ورزشکاران او ځوانان دا هم وايي، چې دافغانستان د ملي المپيک ادارې د پکتيا ځوانان په هېڅ لوبو کې په پام کې نه نيسي او دوی وايي، چې دوی ته ډېر وخت په نړيوالو او ملي لوبو کې برخه نه ورکول کيږي.
XS
SM
MD
LG