د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۷:۰۷

"د مس عينک پروژه يوازې لوګر نه بلکې ټولو ته ګټه رسوي"


په لوګر ولايت کې د کانونو او معدن وزير وحيدالله شهراني د ۳.۱ ميلون امريکايي ډالرو په ارزښت د پروژې پرانيسته وکړه.

د لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ د مس عينک سيمې د اوسېدونکو لپاره چې د مس عينک پروژې د پلی کېدو په خاطر له خپلې سيمې اېستل شوي و، په ياده ولسوالۍ کې نوې پروژه پرانيستل شوه.

د دغې پروژې د پرانيستې په مراسمو کې د کانونو او معدن وزير وحيدالله شهراني وويل؛ د دې پروژې لومړنۍ چارې بشپړې شوې او دوی پرانيسته کوي.

نوموړي زياته کړه، په دې پروژه کې ۸ کيلومتره سړک چې اسفلټ ته چمتو شوی، دوه لېسې چې په اساسي ډول جوړې شوې، يو جامع جومات، دوه پلونه او شپږ پولچکونه جوړ شوي دي.

ده زياته کړه، چې په ياده پروژه کې به د خلکو د کورنو د وېش لړۍ هم ژر تر ژره پيل کړي، خو د اوس لپاره يې د دې پروژې لومړنۍ هغه چارې بشپړې کړې د چې د خلکو د ژوند له پاره اړينې وې.

ده دا هم وويل، چې د خلکو د ژوند د لا ښه والي په خاطر يې د محمداغې ولسوالۍ په نوې پروژه کې د اوبو رسولو دوه لويې ذخېرې هم جوړې کړې دي، چې په ټول کار يې ۳،۱ ميلون امريکايي ډالره لګښت شوی دی.

د لوګر والي د کانونو او معدن د وزير له کاري سفره خوښي څرګندوله؛ ويل يې، چې په ياد ولايت کې د بيارغونې د پروژو پرانيستې د لوګر ولايت په امنيت مستقيم اغېز کړی دی، ده وويل :

"په لوګر کې د پروژو پلي کېدو له وجې دا دی موږ او تاسې ډاډمن يو او امنيت ورځ تربلې ښه کيږي، که چېرته دا ډول پرمختيايي کارونه روان وي انشاالله په امنيت کې به نور تغير هم راځي، د پرمختيايي کارونو سره سره په دې ولايت کې ځانګړو عملياتو چې افغان امنيتي ځواکونو د وسله والو پر ضد په تېرو څو مياشتو کې کړي دي ډېره نتيجه ورکړې ده."

د يادونې وړ ده چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د کانونو او معدن وزير د لوګر د ولايتي چارواکو په ګډون ژمنه کړې وه؛ چې په لوګر کې به د نورو کانونو د استخراج په پروژو هم ګړندي کارونه کوي.

راپور: داود تپان - لوګر
XS
SM
MD
LG