د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۱۶

"په دولتي او نادولتي ادارو کې ښځینه کارکوونکې کمې شوي دي"


د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي؛ چې ناامني، د کورنۍ له خوا تهدید او په کاري چاپيریال کې د ښځو په وړاندې ستونزې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د کمیدو سبب شوی دی.

دوی وایي، چې د تیرو کلونو په پرتله په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو ونډه کمرنګه شوې ده.

د دې کمیسون د ښځو څانګې یوې مسوولې لطیفې سلطاني د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې په ادارو کې د ښځو ونډه د پخوا په پرتله له یو دیرشو نه اتلس فیصدو ته راټیټه شوې ده.

"له بده مرغه په دیارلس سوه نویم کال کې چې موږ څیړنې وکړې؛ نو د مرکزي احصایې ادارې ښيي، چې په دیارلس سوه نهه اتیایم میلادي کال کې د ښځو ونډه په دولتي او غیر دولتي ادارو کې اتلس فیصده وه.

سره له دې چې افغانستان نړیوالې معاهدې ترلاسه کړي او د افغانستان اساسي قانون په دې برخه کې هیڅ ډول تبعیض نه مني، نو بیا هم د ښځو ونډه کمه شوې ده او د افغانستان اساسي قانون دا کار او تبعیض رد کړی دی."


لطیفه سلطاني وایي، چې د افغانستان د احصاییې مرکزي ادارې په دیارلس سوه نویم هجري شمسي کال کې یوه سروې کړې؛ چې له مخې یې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه اتلس فیصده ښودل شوې.

حال دا چې د دې په خبره همدې ادارې په دیارلس سوه څلور اتیایم هجري شمسي کال کې یوه سروې کړې وه؛ چې په هغه سروې کې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه یو دیرش فیصده ښودل شوې وه.

خو په ورته وخت کې د ښځو چارو وزارت دا معلومات ناسم بولي او وایي، چې دا مهال ښځې د تیر په څیر په دولتي او غیر دولتي ادارو کې په خپلو کارونو بوختې دي.

د ښځو چارو وزارت مسلکي مرستیاله سعیده مژګان مصطفوي د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې په ټولو ادارو کې د ښځو فعاله ونډه لیدل کیږي.

"موږ سره دا ډول کوم څه نه دي ثبت شوي، دا مهال په دولتي ادارو کې دوه ویشت فیصده ښځې د آزاد رقابت او اداري اصلاحاتو له خوا راغلې دي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې په دې برخه کې د تیرو کلونو په پرتله کموالی نه دی راغلی.

دوه ویشت فیصده ښځې په مدني ټولنو او غیر دولتي ادارو کې کار کوي او پنځه دیرش فیصده یې په محلي شورا ګانو کې کار کوي."


سره له دې چې په تیرو لسو کلونو کې ښځې د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت له خوا ژمنو یو څه هیله مندې کړې وې او دوې په دې باور وې چې کولی شي؛ په هر ځای کې له نارینه وو سره اوږه په اوږه کار وکړي.

خو وروستۍ نا امنۍ او په هیواد کې موجوده ستونزې د ښځو د کار د لارې خنډ کیږي او همدا ستونزې د دې لامل کیږي څو یې ونډه په ادارو کې کمرنګه شي.

په دې وروستیو کې د ښځو یو شمیر مدافع ارګانونو اندیښنه ښودلې؛ چې که له وسله والو مخالفینو سره د سولې په اړه په مذاکراتو کې د ښځو د حقونو درناوی یو اساسي شرط ونه اوسي نو ممکن په حکومت او ټولنه کې د ښځو اوسنۍ ونډه هم له ستر ګواس سره مخ شي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG