د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۱:۴۷

فردوس: د تجملي لګښتونو د مخنیوي لپاره د ولسمشر حکم عملي کیږي


افغان حکومت وایي، چې په دولتي ادارو کې د تجملي لښګتونو او د چارواکو غیرضروري سفرونو د مخنیوي په برخه کې د ولسمشرکرزي حکم هرو مرو عملي کوي.

د جمهوري ریاست د چارو اداره د ولسمشرکرزي د هغه فرمان عملي کول پیل کړي؛ چې له مخې یې په دولتي ادارو کې باید تجملي لګښتونه بند او چارواکي بهرته غیر ضروري سفرونه ونه کړي.

د دې ادارې ویاند رفیع فردوس د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ چې هیڅ یو وزارت او دولتي اداره له دې فرمان څخه بهر نه ده او پر ټولو به دا حکم یو ډول عملي شي.

ښاغلي فردوس څرګنده کړه، چې د ولسمشر دا فرمان د بې ځایه لګښتونو د مخنيوي لپاره صادر شوی او په دې برخه کې د کومې ادارې د سرغړاونې په صورت کې به دوی جمهوري ریاست ته خبر ورکړي:

"د چارو اداره او د وزیرانو شورا دارالانشا د ولسمشر د حکم پر اساس په بشپړ ډول ځان ژمن بولي ترڅو دا فرمان عملي شي.

هغه دولتي ادارې او ارګانونه چې له دې حکم نه سرغړاونه وکړي؛ د چارو اداره به یې په اړه جمهوري ریاست او د وزیرانو شورا ته اطلاع ورکړي.

په دې دې اړه به بیا هغوی پریکړه وکړي."


ولسمشرکرزي یوه اونۍ مخکې بریتانیې ته ترسفر مخکې یو فرمان صادر کړ؛ چې پر اساس یې باید په دولتي ادارو کې بې مورده لګښتونه او د بهرنیو وسایلو کارول بند شي.

دغه راز په دې فرمان کې راغلي، چې چارواکي دې له حکومتي پیسو څخه بهر ته غیر ضروري سفرونه هم نه کوي او په شخصي کارونو کې دې دولتي نقلیه وسایط هم ونه کارول شي.

د امنیتي مسوولیتونو د لیږد د کمیسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي هم څه موده مخکې په یوه غونډه کې ځینو بهرنیو هیوادونو ته د دولتي چارواکو غیر ضروري سفرونه لویه ستونزه وبلله:

"زموږ وزیران او نور چارواکي هره ورځ بهرنیو هیوادونو ته منډې کوي؛ په دې هیواد کې دا یوه مهمه ستونزه ده.

د چهارشنبې په ورځ او د پنجشنبې په سهار تاسو وګورئ؛ چې طیارې له چاه نه ډک وي او چیرې ځي. دوبی، ډهلي، سټانبول او نورو ځایونو ته ځي.

دوی کله پر ولایتونو ګرځي چې د خلکو له ستونزو خبر شي."


ولسمشرکرزي وروسته له هغې دا حکم ورکړ چې ویل کیږي په دولتي ادارو کې تجملي لګښتونه او له دولتي بودجې څخه بهر ته د یوشمیر چارواکو سفرونه زیات شوي دي.

دغه راز د افغانستان په بیلو بیلو سیمو په ځانګړي توګه په کابل ښارکې په شخصي کارونو کې د دولتي نقلیه وسایطو کارول هم زیات شوي؛ چې عامو خلکو هم له دې امله ډیر کله شکایتونه کړي.

د کانونو پخواني وزیر انجنیر محمد ابراهیم عادل آزادي راډیو ته وویل؛ چې هرکال سلګونه ملیونه ډالر په دولتي ادارو کې په تجملي مسایلو؛ د چارواکو په موټرو او غیرضروري سفرونو لګول کیږي:

"دوه یا درې زره ډالر چې په یوه میاشت کې یوه وزیر ته ورکول کیږي دا د هغه خرڅ هم نه پوره کوي؛ بهرته سفر خوپریږده.

لکس موټر، بهرني فرنیچر، له اړتیا پرته د ودانیو رنګول، ورځني لګښتونه، میلمستیاوې او داسې نور ډیر لګښتونه لري، چې باید وسپمول شي.

زما له نظره که دقت وشي او دا تجملي لګښتونه بند شي، نو د کال څلور یا پنځه سوه ملیونه ډالر به وسپمول شي."


انجنیر عادل که څه هم د ولسمشرکرزي دا حکم مهم بولي؛ خو وایي، چې دا فرمان باید کلونه مخکې صادرشوی وای ترڅو د ده په خبره سلګونه ملیونه ډالر د دولتي ادارو په تجملي مسایلو، نقلیه وسایطو، غیرضروري سفرونو او داسې نورو نه وای لګول شوي.

عام خلک او سیاسي څیړونکي ټینګار کوي؛ چې حکومت باید د فرمانونو او قوانینو په عملي کولو کې له جدیت نه کار واخلي؛ ترڅو هم د فساد مخه ونیول شي او هم د خلکو او دولت ترمنځ فاصله له منځه ولاړه شي.
XS
SM
MD
LG