د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

"نړیوال تروریزم د اسلامي نړۍ د پرمختګ پر وړاندې خنډ"


په کابل کې د نن ورځې ورځپاڼو د یو لړ نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د نوي وزیر څرګندونو او د اسلامي هیوادونو د همکاری سازمان دولسمې سرمشریزې ته څانګړي کړي.

ملي آرمان خپلواکې ورځپاڼې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرې نقل کړي؛ چې وایي، واشنګټن به د افغانستان د ستونزې د حل لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

ورځپاڼه د نوموړي د خبرو په دوام لیکي، چې که چیرې د سولې بهیر بریالی نه شي؛ نو واشنګټن به په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې افغان حکومت هم د افغانستان د ستونزې د حل لپاره پر سولې ټينګار کوي؛ خو په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي توګه د پاکستان د صادقانه همکارۍ غوښتنه یې کړې.

هیواد دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د اسلامي هیوادونو د مشرانو په دولسمه غونډه کې د ولسمشر حدمد کرزي وینا ته اشاره کړې او لیکي، چې نړیوال تروریزم نن د اسلامي نړۍ د سولې، امنیت او پرمختګ په وړاندې یوخنډ دی.

ورځپاڼه د مطلب په دوام کې په یاده غونډه کې د ولسمشر سپارښتنې یادې کړي؛ چې وايي، تروریستي ډلې باید زموږ په ټولنو او حکومتونو کې خوندي ځالي و نه لري او باید پری نږدو چې له دیني مراکزو څخه د افراطیت د ترویج لپاره کار واخیستلای شي.

انیس دولتي ورځپاڼې هم همدې مسالې ته اشاره کړې او په یوې برخه کې یې د اسلامي هیوادونو په غونډه کې د ولسمشر حامد کرزي سپارښتنې نقل کړي؛ چې وايي، اسلامي نړۍ د اوسنیو ستونزو د حل لپاره یوې واحدې سیاسي تګلاري او د اقتصادي او بشري وړتیاوو پیاوړي کولو ته اړتیا لري.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر کرزي په دې غونډه کې د افغانستان د سولې بهیر ته هم اشاره وکړه او ویلي یې دي، چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره افغان حکومت په دې هڅه کې دی؛ چې په هیواد کې د امنیت د راوستلو لپاره له وسله والو ډلو سره د سولې خبرې وکړي.

دنیا غیر دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې د پاکستاني دیني عالمانو د تیري اونۍ غونډې ته اشاره کړې او لیکي چې، دغو دیني عالمانو په پاکستان کې ځان وژونکې حملې نا روا او حرامي و بللې.

سرمقاله د خپلو لیکنو په دوام په دې برخه کې د پاکستان د حکومت او دیني عالمانو دوه مخي سیاست ته اشاره کوي؛ چې په پاکستان کې دا ډول حملې نا روا بولي؛ خو په افغانستان کې هغه ته د جهاد رنګ ورکوي.

ورځپاڼه په پای کې لیکي، چې نور نو پاکستان نشي کولای د دین څخه د یوې وسیلې په توګه کار واخلي او په افغانستان کې د بې ګنا انسانانو وینې توی کړي.
XS
SM
MD
LG