د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۶:۱۵

پاکستان: بې پيلوټه الوتکو او بمي چاودنې ۴۸ تنه مړه او ټپیان کړل


د جمعې پر ورځ د پاکستان په جنوب لویدیزه قباییلي سیمه کې بمي چاودنې او ډرون یا د بې پيلوټه الوتکو په یوه تازه برید کې د وسله والو طالبانو په ګډون اته څلویښت تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

له سیمې د ترلاسه شویو راپورونو له مخې بمي چاودنه په اورکزیو او د بې پيلوټه الوتکې برید پر وزیرستان شوی.

چارواکي وايي، په بمي چاودنه کې یواځې ملکيان خو په ډرون حمله کې بیا د دولت وسله وال مخالفین په نښه شوي دي.

د کوز اورکزیو یوه عالي رتبه امنيتي مقام، چې نه يې غوښتل غږ يې ثبت شي له سیمې په تلیفون ازادۍ راډيو ته وویل؛ چې چاودنه د کلۍ بازار په یوه سوداګریز مارکيټ کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې شوې.

دغه مقام د لومړنیو تحقیقاتو پر بنسټ وايي، چې له شواهدو داسې ښکاري، چې چاودنه په یوه دوکان کې شوې، خو د نوعیت په باب يې بې خبري وښوده.

په عین حال کې یوې بلې باخبره سرچینې بیا له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې دا یوځانمرګی برید وباله.

د خبرځای د معلوماتو له مخې چاودنه پر هغو خلکو شوې، چې په سیمه کې د وسله والو طالبانو مخالفین بلل کیږي او د هغوی د فعالیتونو مخنیوی کوي.

ځايي امنيتي مقامات په دې باب وايي، چې پلټنې يې پيل کړي دي، خو د چاودنې دڅرنګوالي په باب څه ویل له وخته وړاندې ګڼي.

وسله والو طالبانو یا کومې بلې ډلې لا ددې حملې مسوولیت ندی منلی.

د یوبل خبر له مخې د امریکا بې پيلوټه الوتکو په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر یوه مرکز څلور توغندي توغولي، چې په ترڅ کې يې لږ ترلږه اووه تنه ووژل او پنځه نور يې ټپیان کړل.

په سیمه کې امنيتي مسوولین وايي بې پيلوټه الوتکو جنوبي وزیرستان ته پر پوله په یوه لرې پرته غرنۍ سیمه کې هغه کور په نښه کړ چې وسله والو طالبان د نظامي مرکز په توګه کاراوه.

دولتي مقامات وايي په نښه شوي ټول يې پاکستاني طالبان دي، خو ځینې سرچینې بیا ادعاکوي، چې ډیری يې عرب او د منځنۍ آسیا اوسیدونکي دي.

ډان خصوصي تلویزیون د ناڅرګنده سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې په دې ډله کې د ابوماجد العراقي او شیخ ابو وقاص یمني په نوم د القاعده ډلې دوه مهم مشران هم شامل دي.

په دې وروستیو کې پر وزیرستانونو د بې پيلوټه الوتکو بریدونو او دپښتونخوا په نورو سیمو کې د دولت د وسله والو مخالفینو بریدونو یوارې بیا زور اخیستی.

دا لړۍ په داسې حال کې ګړندۍ شوې، چې د تحریک طالبان پاکستان ویاند احسان الله احسان څو ورځې وړاندې په مشروط ډول له پوځ سره خبرو ته چمتووالی وښود.

د پاکستان پوځ له تیرو څو کلونو راهیسې په ځینې قباییلي سیمو کې د طالبانو او نورو سخت دریزو وسله والو ډلو پرضد عملیات پيل کړي، چې د اورکزیو په ګډون په ځینو کې یې لا هم روان دي.

بلخوا وسله والو ډلو هم ځانونه ټینګ کړي او وخت ناوخت پر امنيتي ځواکونو مرګوني حملې کوي.

راپور: مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG