د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

جان برېنان د بې پیلوټه الوتکو د حملو دفاع وکړه


د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې ریاست ته د ولسمشر اوباما کاندید جان برېنان John Brennan د سنا په غونډه کې له تروریزم سره په مبارزه کې د امریکا د لانجمنو پالیسیو دفاع وکړه.

په دې غونډه کې چې د سي ای اې CIA د مشر په توګه د برینان د تایید لپاره جوړه شوې وه، اعتراض کوونکو څو ځلي د ده وینا مختل کړه او په نتیجه کې د سنا د استخبارتو د کمیټې مشره دیان فاینشټاین Diane Feinstein دې ته مجبوره شوه چې غونډه وځنډوي.

برینان په افغانستان، پاکستان، یمن او نورو ځایو کې د تروریستانو د موندلو او وژلو لپاره د بې پیلوټه الوتکو یا ډرون له حملو د کار اخیستو له مهمو طراحانو ګڼل کېږي خو پر دې پروګرام د ملکي تلفانو له وجې ډېر انتقادونه هم کېږي.

سناتورانو د بې پیلوټه الوتکو د حملو د مرموزو اړخونو په اړه، چې سپینه ماڼۍ دا کسان څنګه په نښه کوي او څنګه عمل کوي له برېنان څخه ډېرې پوښتنې وکړې.

برینان وویل، ولسمشر اوباما غواړي چې د تروریزم پرضد هراقدام باید له قانون سره سم وي او اساس یې په استخباراتو کې وي:

(موږ له دې حملو یوازې د خپلو سرتېرو د ژوند د ساتنې لپاره او د سخت مجبوریت په صورت کې چې بله لاره نه وي کار اخلو.

موږ باید دا خبره یقیني کړو چې په دې برخه کې یو توافق شته او هغوی چې نن د اعتراض لپاره دلته راغلي وو، له مسئلې نه دي خبر. فکر کوم دوی نه دي خبر چې موږ د یوه حکومت په توګه څومره احتیاط کوو او څومره عذاب ګالو څو له هدف سره د نورو د ټپي کېدو یا مړینو مخنیوی وکړو.)

له برېنان څخه په دې اړه هم سختې پوښتنې وشوې چې په کوم دلیل په بهر کې دېره امریکایان له القاعده شبکې سره د اړیکو د لرلو په تور وژل کېږي.

د تروریزم پرضد مبارزه کې د شفافیت د نشتوالي له وجې د سناتورانو غوسه له ورایه د دوی په پوښتنو کې ښکارېده، خو برېنان دوی ته یوازې دا ډاډ ورکړ چې که د سي آی اې د مشر په توګه تایید شي، د معلوماتو د شریکولو د ښېګڼې هڅه به وکړي.

جان برېنان په CIA کې د یوه کارپوه په توګه له نژدې ۲۵ کاله کار وروسته د ولسمشر جورج ډبلیوبوش د ولسمشرۍ پرمهال په همدې اداره کې د تروریزم ضد مبارزې د مرکز مشر شو، خو په ۲۰۰۸ کال کې د ولسمشراوباما دا هیله چې دی یې د سي آی اې ریاست ته کاندید کړ ترسره نشوه او ددې علت د برېنان لانجمنه ماضي وه چې له مشکوکو تروریستانو د تحقیق د پرمختللو طریقو پلوي و.

داسې ښکاري چې دا ځل ښايي برېنان د سنا له خوا تایید شي خو په سنا کې د ده د تایید په استماعیه غونډه کې د معترضانو حضور دا خبره روښانه کړه چې دا لانجه لا ختمه شوې نه ده.
XS
SM
MD
LG