د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

"د نشه يي توکو یو شمېر مهم قاچاق کوونکي مو نیولي"


که څه هم د مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت د مخدرو موادو قاچاق او د مافیایي ډلو فعالیتونه، د دې مبارزې د لارې خڼد ګڼي، خو دا هم وایي چې د دې موادو یو شمېر مهم قاچاق کوونکي یي نیولي دي.

د مخدرو موادو سره د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل عثماني د اتلس ولایتونو د ولسوالانو په دوه ورځنۍ ګډه غونډه کې وویل، چې د یو زرو درې سوه نوي یم کال په نسبت، سږ کال د کوکنارو د کروندو په له منځه وړلو کې یو سلو څلور پنځوس فیصده زیاتوالی راغلی دی.

ده وویل، سربیره پردې، تصمیم نیول شوی، چې په هېواد کې د مخدره موادو لس لوی قاچاق کوونکي ونیول شي:

«تیر کال مو د مخدرو موادو لس تنه لوی قاچاق کوونکي په ګوته کړي وو.

له دې جملې اوه تنه ونیول شول او پلان لرو، چې د دې موادو لس تنه نور لوی قاچاق کوونکي هم ونیسو.

هیله ده ډیر مخدر مواد ضبط او هغه قاچاق کوونکي، چې په لوړه سطح کی دي، ویي نیسو.»

له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت چارواکو وویل، د ولایتونو د ولسوالانو د ګډې غونډې هدف دا دی چې له دې موادو سره مبارزه نور هم پراخه او له دې لارې څخه د ستونزو لیرې کولو ته نوي تدابیر ونیول شي.

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو مسئولینو وویل، په تیر کال کې يي د مخدرو موادو څه باندې شپږ سوه قاچاق کوونکي نیولي دي.

ښاغلی مقبل وویل، په ځینو جنوبي ولایتونو کې نا امنی سبب شوې چې کوکنار په کې وکرل شي.

ده وویل، اوس مهال د هلمند، کندهار، فراه او ارزګان په ولایتونو کې نوي فیصده کوکنار کرل کیږي:

«موږ د هلمند، کندهار، فراه او ارزګان په ولایتونو د کوکنارو د کښت لویه ستونزه لرو، خو د دې لپاره چې د مخدرو موادو مافیا په دې ولایتونو کې زموږ له بوختیا څخه ګټه وانخلي، په یو شمېر نورو ولایتونو کې مو هم د کوکنارو د کروندو د اړولو تصمیم نیولی دی.»

چارواکو وویل، د مخدرو موادو له کښته ډیره ګټه د تروریستانو او لویو قاچاق کوونکو جیبونو ته لویږي.

د(یو، این، او، ډي، سي) د احصایي له مخې په دوه زره یوولسم میلادي کال کې تروریستانو او وسله والو مخالفینو د کوکنارو له کښته یوسلو پنځه پنځوس میلیونه او په دوه زره دولسم میلادي کال یي ورڅخه څلورسوه میلیونه ډالره ګټه اخیستی ده.

افغان چارواکي وایي، په تیرو لسو کلونو کې توانیدلی، چې په هېواد کې د کوکنارو په کښت کې څلویښت فیصده کموالی راولي او د دې تر څنګ ځانګړی ځواکونه هم وروزي.

خو د افغان چارواکو له اقداماتو سره سره افغانستان اوس هم د نړۍ د مخدره موادو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد بلل کیږي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG