د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۵:۱۸

د غزني يوې بلې ولسوالۍ ته هم سيمه ييز پوليس لاړل


چارواکي وايي، چې د غزني په ځينو ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو جوړېدو ښه نتېجه ورکړې ده، ځکه خو يې د دغه ولايت په يوه بله ولسوالۍ کې هم لسګونه تنه سيمه ييز پوليس په دندو ګمارلي دي، دوی وايي، نورو ولسواليو ته هم سيمه ييز پوليس لېږو.

د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په اوبند ولسوالۍ کې يې پينځه شپېته تنه سيمه ييز پوليس پر دندو ګمارلي دي.

دوی وايي، په نورو ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو تر جوړېدو وروسته امنيت فرق کړی دی، ځکه خو اوس په پام کې لري، چې په نورو ولسواليو کې هم د سيمې خلک په سيمه ييزو پوليسو کې شامل کړي.

د غزني د والي وياند نبي جان وايي، چې دومره امکانات نه لري، چې زيات سيمه ييز پوليس وروزي خو بيا يې هم پينځه شپېته تنه په اوبند ولسوالۍ کې مقرر کړي دي.

دی وايي، ليږ وروسته به همدومره نور د سيمې اوسېدونکي هم په دغه ولسوالۍ کې وروزو او پر دندو به يې وګمارو.

د ده په خبره د غزني د لېرې پرتو سيمو سلګونو شمېر اوسېدونکيو له دوی سره په سيمه پوليسو کې د شاملېدو لپاره نومونه ليکلي دي:

"په حدود د پينځه شپېته نفرو کې په سيمه ييزو پوليسو کې دنده شروع کړه، انشاالله ژر به نور کسان هم وګمارل شي، خو مونږ دومره امکانات لرو چې ډېر سيمه ييز پوليس په يو وخت وروزو، خو بيا به هم په دې اړه هڅې کوو."

خو د اوبند ولسوال عبدالمتين خان بيا په دغه ولسوالۍ کې د پر دندو ګمار شويو سيمه ييزو پوليسو شمېره څلوېښت تنه ښيي.

دی وايي، دغه کسان به د ولسوالۍ په هغو سيمو کې دنده پر مخ بيا يي، چې د وسله والو تګ راتګ پکې زيات دی:

"د محلي پوليسو پروسه د اوبند په ولسوالۍ کې نوې شروع شوه، په لومړي سر کې د اوبند ولسوالۍ د بېلابېلو کليو څلوېشت تنه ځوانان په محلي پوليسو کې شامل شول."

تر اوسه پورې د غزني په څلورو ولسوالي، اندړو، قره باغ، مقر او دهيک کې سيمه ييز پوليس جوړ شوي، چې د سيمې د اوسېدونکيو په برخه تر يوې اندازې پورې، ورڅخه د وسله والو سترګه سوځي.

راپور: سيدشاه سقيم
XS
SM
MD
LG