د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۰:۱۵

م.م: د امریکا په هوايي حملو کې سلګونه افغان ماشومان وژل شوي


د ماشومانو د حقونو کمیټه چې مرکز یې په ژنیو کې دی وايي، په روانه اونۍ کې یې د امریکا حکومت ته ویلي چې دې کمیټې ته، په افغانستان کې د امریکا د پوځي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د سلګونو ماشومانو د مړینې راپور رسېدلي دي.

د ماشومانو د حقونو لپاره د ملګروملتونو دې مدافع کمیټې په خپل راپور کې خواشینې ښودلې چې د سلګونو افغان ماشومانو د مړینې عمده علت دا و، چې له حملو مخکې خبرداری نه دی ورکړل شوی او له یوې مخې قوت پرې کارول شوی.

راپور له متحدوایالاتو غوښتي دي چې له برید مخکې د خبرداري او له یوې مخې د قوې د کارولو د مخنیوي لپاره په اقداماتو کې جدي ګامونه پورته کړي.

په راپور کې دا یادونه هم شوې چې متحدایالات دې دا یقیني کړي چې د هوايي حملو متضررو ماشومانو او د هغو کورنیو ته باید د اوښتي زیان تاوان ورکړل شي.

د امریکا د بهرنیوچارووزارت ویاندې ویکتوریا نولاند Victoria Nuland پرون د ملګروملتونو له دې راپور څخه بې خبري وښوده او ویې ویل چې وبه یې ګوري.

په هغه راپور کې چې د تېرکال په اپرېل میاشت کې د ماشومانو او جګړې په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له خوا امنیت شورا ته وړاندې شو ویل شوي، د هغو ماشومانو د تلفاتو شمېره چې ویل کېږي د افغان ملي اردو او پولیسو په ګډون د دولتي د پلوي ځواکونو او د نړیوالو پوځیانو له خوا په افغانستان کې په هوايي بریدونو کې وژل کېږي د تېرکال په پرتله دوه ځلې زیات شوي. په ۲۰۱۱ کال کې د ملګروملتونو د ارقامو له مخې یوسل او لس ماشومان وژل شوي او اته شپېته ټپیان وو.

د ملګروملتونو د ماشومانو د حقونو کمیټې له ۲۰۰۸ کال راهیسې چې د جورج بوش د ولسمشرۍ وروستی او د بارک اوباما لومړی کال و، د لومړي ځل لپاره د امریکا د هغو پالیسیو څېړنه پیل کړه چې اغېز یې پر ماشومانو پریوځي.

ملګري ملتونه په دې اړه په څلورو کلونو کې یوځل سروې کوي او سږنی راپور په داسې وخت کې خپروي چې له بې پيلوټه الوتکو او هوايي حملو د کاراخیستو په برخه کې په واشنګټن کې جدي څېړنې پیل شوي.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA د ریاست لپاره د سپینې ماڼۍ کاندید جان برېنان John Brennan پرون د سنا د استخباراتو له کمیټې د تایید اخیستو په استماعیه غونډه کې په دې اړه له پوښتنو سره مخامخ شو.

برېنان د بې پیلوټه الوتکو د پروګرام له تنظیم سره مرسته کړې او د جګړې د یوې بڼې په توګه د بې پیلوټه الوتکو او په هوايي حملو کې د انسانانو د هدفي وژنو دفاع ځکه کوي چې وايي، د دې حملو په څنګ کې د ملکي تلفاتو شمېر راکمېږي.
XS
SM
MD
LG