د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

افغان ځواکونه لاهم انتظار دي، چې امريکا درنې وسلې ورکړي


افغان ځواکونه ټينګار کوي، چې لاهم انتظار دي، چې امريکا درنې وسلې ورکړي، خو که داسې نه شو نورو خواوو ته به مخه کړي.

د پوځي چارو يو شمېر څيړونکي بيا په دې باور دي، چې واشنګتن لا هم پر افغان ځواکونو باور نه لري چې درنې وسلې ور وسپاري.

امريکا او نړيوالې ټولنې له افغان ځواکونو سره د شپاړس ميلياډه ډالرو مرستو ژمنه کړې ده. دا پيسې به تر دوه زره څوارلسم کال وروسته چې بهرني محارب ځواکونه له افغانستانه وځي، د افغان ځواکونو پر لګښتونو او تجهيزاتو مصرفيږي.

خو د تجهيزاتو په برخه کې د نظر اختلاف دي. افغان دولت د جنګي الوتکو، ټانکونو او نورو درنو وسلو په څير وسلې غواړي. خو امريکا له دې سره موافقه نه ده کړې.

په افغانستان کې د استراليايي ځواکونو يو قوماندان جنرال اډم فينډلي د امريکا ( اين پي ار) راډيو ته وويل:

« موږ افغان ځواکونه روزو او په داسې وسلو سمبالوو، چې له ياغيانو سره زموږ په تصور جګړه وکړاي شي، خو افغانان تر دې ورها خوا د پرمختلليو وسلو غوښته کوي.»

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي ازادي راډيو ته وويل، دا خبره سمه نه ده چې د افغانستان په جګړې کې درنو وسلو ته اړتيا نه شته:

«که درنو وسلو ته ضرورت نه شته دوي خپله ولې په افغانستان کې درنې وسلې لري. يو سل او پنځه پنځوس متره پوپونه لري، ټانکونه لري او نورې درنې وسلې. ډيرې پرمختللې الوتکې لري، که اړتيا نه وي نو ولې يې دوي لري.

دوهم ټکي دا دي چې افغانستان پرته له دې چې د امنيت کورنۍ ستونزه لري. د يوه خپلواک هيواد په توګه د نړۍ په دې کړکيچنې سيمې کې بايد دومره ځواکمن وي، چې د بهرني ګواښ په وړاندې دفاع وکړاي شي»


تيره مياشت چې کله د افغانستان ولسمشر حامد کرزي واشنګتن ته ولاړ نو امريکا ته يې د وسلو يو لست وسپاره، دغه لست پسې ورک شو او بيا خبرې پرې ونه شوې.

د پوځي چارو څيړونکي جنرال عبدالواحد طاقت وايي، بهرني پر افغان پوځ اعتماد نه شي کولي او د همدې لپاره درنې وسلې نه ورکوي:

« موږ هڅه کوو چې مرستندويه هيوادونه موږ په درنو وسلو اکمال کړي. د خبرو له لارې به په دې برخه کې ډيرې هڅې وکړو، که دوي داسې ونه کړي، افغانستان مجبوره دي چې په هر قيمت يا د پور له لارې يا له بلې لارې له نورو هيوادو د اړتيا وسلې ترلاسه کړي، مثلا که تاسو هوايي دفاع ونه لرئ، څرنګه کولي شئ چې د خپل هيواد د هوايي قلمرو ساتنه وکړئ»

د افغانستان دولت ټينګار کوي چې درنو وسلو ته اړتيا شته څو د افغانستان پولې له نورو وساتل شي او د يوه دولت په حيث افغانان درنو وسلو ته ضرورت لري.

جنرال عظيمي وايي، لا هم افغانستان خپلو دوستو هيوادو ته انتظار دي چې سمې وسلې ورکړي خو که چيرته داسې ونه شو بيا به په خپله خپل غم کوي:

«لومړي علت يې دا دي چې ناټو په سر کې يې متحد ايالتونو د انګلستان په خوښه له پاکستان سره د بن د توافقاتو پر مهال دا تعهد کړي دي چې موږ به د افغانستان امنيتي سکتور نه تقويه کوو. دوهمه خبره دا ده چې دوي زموږ له نظام نه له امنيتي سکتور نه مجرب کسان ايستل، پرځاي يې تنظيمي اوردو جوړه کړه چې په دې کې اي ايس اي خپل ايجنټان ننويستل او ايران خپل ايجنټان ننويستل دغو کسانو زموږ او امريکا تر منځ د اعتماد فضا اخلال کړه اوس پر موږ اعتماد نه شي کولي، که موږ ته الوتکې راکړي ښايي پر دوي بمباري وکړو، که دوي اډې ونه لري بيا ښايي موږ ته درنې وسلې راکړي»

تيره مياشت د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ له افغان پلاوي سره په واشنګتن کې د بارک اوباما حکومت ژمنه وکړه چې بې پيلوټه الوتکې به ورکړي او يو شمير هيلکوپتر به افغان پوځ ته وسپاري، خو د دې بې پيلوټه الوتکو په برخه کې نور توضيحات نه دې ورکړل شوي چې څومره پرمختللې به وي او سره له ټولو تجهيزاتو به دغه الوتکې افغانانو ته سپاري که نه سپاري.
XS
SM
MD
LG