د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۵۰

د سولې له پروسې ځيني هېوادونه د ځان لپاره د ګټې په هڅه کې دي


د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ويندوي وايي، چې د افغانستان د سولې له پروسې څخه ځيني نور هېوادونه هڅه کوي چې د ځان په ګټه استفاده وکړي.

ده د سولې پروسه ډېره پېچلې وبلله، خو په دې يې تاکيد وکړ، چې د سولې خبرې بايد افغاني وي او د افغانانو ترمنځ وشي.

د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو د لندن په درې اړخيزه غونډه کې موافقه وکړه، چې طالبان به د سولې پروسې ته راولي خو ايا پاکستان، چې د طالبانو د ملاتړ سابقه لري، دا ډله سولې ته حاضرولي شي‎؟

د افغانستان د ولسمشر وياند وايي، ځيني هېوادونه غواړي چې د افغانستان د سولې پروسه د دوي په لاس کې وي او له هغې څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي.

د ولسمشر کرزي وياند ايميل فيضي دا خبره په داسي حال کې وکړه چې وسله والو طالبانو په لندن کې د افغانستان، پاکستان او بريتانيا د مشرانو خبرې او دا ژمنه چې په شپږو مياشتو کې به وسله وال طالبان د سولې په بهير ورګډوي، رد کړه.

د ولسمشر کرزي وياند ايميل فيضي، چې اشاره يې ظاهراً پاکستان ته وه وويل چې د سولې پروسه ډېره پېچلې او ستونزمنه پروسه ده.

ده ټينګار وکړ، چې د افغانستان حکومت به نهايت هڅه وکړي چې د سولې پروسه کاملاً افغاني وي او د افغانستان د دولت له لوري پر مخ يووړل شي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د امريکا پخواني سفير رونالډ نيومن وايي، تر څو چې طالبان سولې ته غاړه کښېنږدي په راتلونکو څو مياشتو کې د افغانستان د جګړې د پاي ته رسېدو تمه نشته.

نيومن، چې اوس د امريکا د ديپلوماسۍ د اکاډيمۍ رييس دي، په شپږو مياشتو کې د سولې په بهير د طالبانو د ګډولو په باب د افغانستان او پاکستان د مشرانو وروستۍ موافقې ته په اشارې د امريکا ږغ اشنا راډيو ته وويل:

که څه هم د پاکستان موافقه د افغانستان د سولې د پروسې لپاره مهمه ده خو پاکستان د افغانستان د سولې ټولې کليانې هم په لاس کې نه لري.

ښاغلي نيومن باور لري چې پاکستان پر طالبانو هومره کنټرول هم نه لري چې د طالبانو له موافقې پرته دې سوله وکړاي شي.
خو د سياسي چارو افغان کارپوه عبدالکريم حقانيار بيا د ډېرو نورو افغان کارپوهان په شان باور لري چې که د پاکستان ملاتړ نه واي طالبانو يوولس کاله جګړې ته دوام نه شواي ورکولي.

افغانستان، امريکا، پاکستان او بريتانيا په وروستيو کې موافقه وکړه، چې په قطر کې دې طالبانو ته دفتر پرانیستل شي څو د افغانستان د سولې له عالي شورا سره خبرې وکړي.

طالبانو د افغانستان له حکومت او دغه راز د سولې له عالي شورا سره له خبرو سره مخالفت کړي او ويلي يې دي چې يوازې له امريکايانو سره خبرو ته تيار دي.
XS
SM
MD
LG