د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۸:۰۰

د تهران او اسلام اباد اغیزې د افغان حکومت په زړه کې پراخې شوي


د جنګ او سولې د راپور ورکولو انسټیټوټ په خپل یو راپور کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د شتو اندېښنو په اړه لیکنه کړې ده.

د دې لیکنې په پیل کې ویل شوي دي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناټو د جنګي ځواکونو د حضور د پای ته رسیدو نیټه رانژدې کيږي، په افغانستان کې یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې هېواد به یې د بهرنیو فشارونو په وړاندې مقاومت ونه کړای شي او ان ړنګیدو امکان یې شته.

د راپور له مخې، د امنیتي مسولیتونو د انتقال د کمیسون مشر اشرف غني احمدزي د جنورۍ د میاشتې په پنځمه نیټه په یوه مرکه کې وویل، په راتلونکو لسو کلونو کې به سترې ستونزې و اوسي او له ۲۰۱۴ م کال وروسته به د نظام بقا له ګواښ سره مخ کړي.

د محمد حسین فهیمي په څیر یو شمېر سیاست پوهانو، د جنګ او سولې د راپور ورکونې انستیوت ته ویلي دي، د تهران او اسلام اباد اغیزې همدا اوس د افغانستان د حکومت په زړه کې پراخې شوي دي.

د ځینو لپاره د افغانستان راتلونکي د نولسوه نویمې لسیزې د کورنیو جګړو په څیر ویرونکي ښکاري.

د ملي کنګرې په نو د ډلې د مشر لطیف پدرام له خولې دا انسټیټوت وايي، دا ویره شته چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به جنګ سالاران په وړو سیمو واکمني پیل کړي او له خپلو سیالو ډلو سره به په جګړو واوړي.

نوموړي وايي، کله چې افغان سیاستوال د رسنیو په وړاندې څرګندیږي نو د ملي یو والي د خبرو تر شا چې افغانان یو دي او او قومي اختلاف په کې نه شته خپلې اصلې څیرې پټوي، خو کله چې کورونو ته ستنیږي نو بیا د قوم، قبیلې او توکم پرستۍ خبرې کوي.

د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز د ریس، غفور لیوال له خولې بیا ویل شوي دي، چې افغانستان په تیرې یوې پیړۍ کې درې یا څلور ځلي له ورته بحرانونو سره مخ شوی دی.

خو د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي وايي، دې کې شک نه شته چې تخریبکار اشخاص دننه په افغانستان او له افغانستان څخه بهر هڅه کوي چې نظام له منځه یوسي خو هغوي د دې کار وس نه لري او داسې هیڅکله نه شي پېښیدلی.

له امریکا څخه خپریدونکې کریشن ساینس منیټور ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې د( فساد، نشه یي مواد او کام ایر قضیه ) تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې ده او په پیل کې یې وايي، د جنورۍ د میاشتې په لومړیو کې د امریکا پوځ د کام ایر شرکت په تور لیست کې شامل کړ او دې شرکت یې د قراردادونو له ورکو څخه ډه ډه وکړه، خو د ورځپاڼې په وینا د دې شرکت د مشر سیاسي ارتباطات دې سبب شول، چې د امریکا د پوځ د دې پریکړې خلاف د پردې تر شا تبلیغات او شور ماشور راپورته شي.

د ورځپاڼې په وینا د دې نتیجه دا شوه، چې څو اونۍ وروسته په افغانستان کې نړېوالو سوله ساتو ځواکونو یا ایساف یوه لنډه اعلامیه خپره کړه او په هغې کې یې وویل، د امریکايي ځواکونو مرکزي قومندانۍ په دې باور ده، چې معقوله او منطقي به وي چې د کام ایر شرکت نوم دم ګړۍ د تعلیق په حال کې وساتل شي، څو افغان حکومت د دې شرکت له خوا د مخدره موادو د قاچاقو د تورونو په اړه څیړنې وکړي.

ورځپاڼه په پای کې وايي، تر اوسه بشپړه روښانه نه ده چې ولې افغان حکومت دا پریکړه وکړي، چې د امریکا پوځ دې له چا سره معامله وکړي او له چا سره دې معامله نه کوي.
XS
SM
MD
LG