د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۶:۵۰

"له کراچیه د افغان سوداګرو ایسار شوي مالونه راخوشې شول"


که څه هم د پاکستان د کراچۍ له بندره د افغان سوداګرو د مالونو ټرکونه د هېواد په لور خوځیدلي دي، خو افغان سوداګر وایي ډاډمن نه دي، چې دا لاره به د تل لپاره د دوي مالونه ته خلاصه وي.

دوي وایي، هر کال دوه درې ځلي د کراچې په بندرکې د دوي د مالونو کانټینرونه په میاشتو میاشتو ایسارییږي چې له امله یي دوي ته د میلونونو ډالرو زیان ور اوړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خوني مرستیال خان جان الکوزی تاییدوي، چې د کراچی له بندره د افغان سوداګرو د مالونو لیږدیدل پیل شوي، خو اندېښنه لري چې ممکن په دې بندر کې په راتلونکي کې هم افغان ترانزیت ته ستونزې پیښې شي:

«زیات خوشبین نه یو، چې دا لاره دې د تل لپاره خلاصه اوسي، سوداګر له ستونزو سره مخ دي، ځیني کانټینرونه چې غوښې او هګۍ په کې وې، خوځیدلي دي، تیره ورځ هم پنځه اتیا کانټینرونو ته د تګ اجازه ورکړل شوه، که ستونزه پیښه نه شي، دا مواد به راورسیږي.»

سوداګر وایي د کراچی په بندر کې د دوي د مختلفو موادو د څلور زرو کانټینرونو د ایساریدو، له امله څه باندې څو سووه میلیونه ډالره زیانمن شوي دي.

دوي له حکومته غواړي، چې اجازه ورکړي څو له نورو لارو څخه خپل مالونه هېواد ته وارد کړي.

د ننګرهار ولایت یو سوداګر حاجي ګل مراد وایي:

«د کراچی بندر ډیرمایوسه کړي یو، ځکه دا ستونزه یوه ورځ نه بلکه ډیر ځلي تکرار شوه، موږ له حکومته غواړو، چې مرسته راسره وکړي موږ حاضر یو چې له نورو لارو څخه مواد وارد کړو.»

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، د افغان او پاکستاني چارواکو د موافقتنامو سره سره بیا هم د کراچی په بندر کې د افغان سوداګرو مالونه ایساریږي او دوي به دا ځل یاده ستونزه د وزیرانو شورا په غونډه کې مطرح کړي، څو د ستونزې اوارۍ ته جدي تدابیر ونیسي.

د دې وزارت مرستیال مزمل شینواري ازادی رادیو ته وویل:

«کله چې موږ د پاکستان له ترانزیت سره ورته عمل وکړ، دا لاره خلاصه شوه، خو زیات ډاډمن نه یو، چې دا لاره بې ستونزې وي، اوس مهال کانټینرونه د هېواد په لور خوځیدلي، خو پاکستان پرې کرایي زیاتې کړي.

موږ به په دوو اونیو دا ستونزه د وزیرانو شورا ته وړاندې کړو، څو په لوړه سطح تدابیر ونیول شي.»

د پاکستان د کراچی په بندر کې د افغان ترانزیت ستونزه نوې خبره نه ده بلکې په وروستیو لسو کلونو کې ډیر ځلي لیدل شوي چې د افغان سوداګرو ډیر ضروري مالونه په دې بندر کې ایسار شوي چې له امله یي په مارکېټونو کې د موادو پر بیو هم ناوړه اغیز شوی دی.

کارپوهان وایي، حکومت ته پکار ده چې له پاکستان سره په شویو ترانزیتي تړونونو او توافقنامو له سره غور وکړي، څو د دواړو هېوادونو په بندرونو کې یو بل ته ستونزې پیښې نه شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG