د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

"په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه په درې برخو کې اندیښنې ګورو"


مایکل اچ پوسنر
مایکل اچ پوسنر
د ډیموکراسۍ پیاوړي کول، د شفافو او عادلانه انتخاباتو ترسره کول او په افغانستان کې د بشري حقونو رعایت هغه څه دي د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په برخو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پرې ټینګار کوي.

مایکل اچ پوسنر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که چیرې همدغو برخو ته پام ونه شي په افغانستان کې به د بشري حقونو حالت د اندیښنې وړ وي:


"موږ د بشري حقونو درې مورده اندیښنې ګورو، لومړی په ۲۰۱۴ کال کې د شفافو او عادلانه انتخاباتو ترسره کیدو او ډیموکراسۍ اړوند مسایل.

دوهم د سولې اړوند مسایل او له دې څخه ډاډ ترلاسه کول، چې ښځې او ټولې زیانمنونکې ډلې د قانون له مخې په دغه پروسه کې له مصوونیت څخه برخه منې وي.

دریم د پالیسیو او امنیتي کړن لارو په اړه مسایل دي."


د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال درې ورځې مخکې افغانستان ته راغلی او وایي، چې په دې موده کې یې له یو شمېر دولتي چارواکو، د مدني ټولنو له استازو او په کابل او ننګرهار کې یې د ښځو له یو شمېر فعالانو سره خبرې کړي دي.

نوموړي وویل، چې له بېلابېلو افغاني ټولنو سره یې په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ترسره کیدو پر څرنګوالي او د دغه هېواد د سولې د پروسې په اړه هم بحثونه کړي.

ښاغلي پوسنر همدا راز ټینګار وکړ، چې هېواد یې په افغانستان کې د انتخاباتو د ترسره کیدو او د سولې د ټینګښت په هدف له وسله والو مخالفینو سره د خبرو له پروګرامونو ملاتړ کوي.

په دې وروستیو کې افغان حکومت له وسله والو مخالفینو سره د خبرو په هدف ځینې هڅې پیل کړي او په روانه اونۍ کې په همدې اړه د افغانستان، پاکستان او بريټانیې درې اړخیزه غونډه هم په لندن کې جوړه شوه.

ښاغلي اچ پوسنر په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې په دې هېواد کې د ښځو پر ضد تاوتریخوالي پای ته رسول د امریکا د حکومت له کاري لومړیتوبونو څخه دي:

"د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سره مبارزه د امریکا متحده ایالاتو د کارونو په لومړیتوب کې ده.

دا مساله نه یواځې له اوسه بلکې له مخکې کلونو څخه زموږ په لومړیتوب کې وه او په راتلوونکي کې به هم وي او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی کری هم ورته ژمن دی.

موږ په دې باور یو، چې د یوې روغې او قوي ټولنې لپاره باید ښځې پياوړی رول ولري او میرمنې قوي وي او په ټولنه کې د کار کولو توان ولري."


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د ښځو له ناسم حالت څخه اندیښنه څرګنده کړې.

د دې کمیسیون د راپور له مخې په تېر یوه کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کابو څلور نیم زره پیښې ثبت شوي چې لسګونه یې پرښځو د جنسي تیري او د هغوی د وژنې پیشې دي.

د ښځو د بدن د غړو پرې کول،په عام محضر کې د هغوي وژل، د هغوي بندیانول، او د ډېرې مودې لپاره له خوړو څخه د هغوي محرومول هغه جدي پیښې دي چې په دې وروستیو کې یې په اړه رپوټونه خپاره شوي دي.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG