د افغانستان په لویدیځ کي د څلورم زون سرحدي مسؤلان وايي، چې د فراه ولایت د جوین په ولسوالۍ کې یې په سلګونو کېلو ګرام مخدره مواد نیولي دي.
هغوي وايي، د دې پیښې په ارتباط یې څلور ایرانیان توقیف کړي دي، چې غوښتل یې ایران ته مخدره مواد قاچاق کړي.
د سرحدي ځواکونو د څلورم نمبر قومندان مل پاسوال سید احمد ملداني وویل، څلور ایراني اتباعو چې غوښتل یې له فراه څخه ایران ته ۱۲۰۰ کېلو ګرامه تاریاک قاچاق کړي د سرحدي پولیسو له خوا ونیول شول.
ښاغلي ملداني وویل، د روان کال په جریان کې نهه کسه ایراني اتباع د سرحدي پولیسو له خوا د مخدره موادو د قاچاق په تور نیول شوي او وروسته مربوطو ادارو ته سپارل شوي دي.
دا راز له هرات څخه هم د مخدره موادو انتقال د سرحدي سیمو د اوسیدونکو تر ټولو لویه ستونزه ګڼله کېږي. تر دې ځایه چې ایراني مقامات ګڼ شمېر افغان ځوانان د مخدره موادو د قاچاق په تور په بېلابېلو طریقو وژني.
په وروستیو څو کلونو کې ایران ته څیرمه د هرات د دوو ولسوالیو غوریان او کهسان اوسیدونکي د ایراني مقاماتو له خوا
دغه هېواد ته د مخدره موادو د انتقال په تور وژل شوي دي.
پر دې ټولو سربیره د افغانستان په لویدیځ کې د څلورم سرحدي زون پولیس وايي، چې د روان کال په اوږدو کې یې د ۴زرو کېلو ګرامو په شاوخوا کې مختلف مخدره مواد نیولي دي.