د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

"د کابل په وروستۍ ډله ییزه حمله کې استخباراتي کړۍ لاس لري"


د ملي امنیت چارواکو په کابل کې د ترافیکو پر ریاست وروستۍ ترسره شوې ډله ییزه حمله ډیره پیچلې وبلله او ټینګار یې وکړ، چې وسله وال طالبان د دې ډول حملو د طرح کولو توان نه لري.

د ملي امنیت د ویاند مرستیال شفیق الله طاهري د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، دوي په دې باور دي چې د دې ډول حملو په طرح او پلان کولو کې استخباراتي کړۍ او تروریستي ډلې لاس لري:

"په کابل کې د ترافیکو پر ریاست د حملې طرح د مدرسې د طالب او د دین د عالم د کار نتیجه نه ده.

د دې ډول حملو طرحې د مجربو او کارپوهو استخباراتي شبکو د کارکوونکو او تروریستی کړیو لخوا جوړیږي".


که څه هم ښاغلي طاهري د کوم هېواد د استخباراتي شبکې نوم وانه خیست خو تر دې وړاندې د پاکستان استخباراتي اداره په افغانستان کې د دې ډول حملو په طرح کولو تورنه شوې ده.

د ملي امنیت د ویاند مرستیال د دې ادارې د کارکوونکو له لاس ته راوړنو څخه هم یادونه وکړه او ویې ویل، چې د میدان وردک ولایت څلور تنه اوسیدونکي د ترافیکو د ریاست پر ودانۍ د حملې د پلان کولو په تور په کابل کې نیول شوي دي:

"څلور تنه چې نیول شوي،دوی د دې حملې پلان جوړونکي او اطلاع ورکوونکي وو.

د تروریستي حملې پلان جوړونکی چې رحیم الله نومیږي ویلي چې په سلطانیه مدرسه کې د اسدالله او عبدالظاهر په واسطه د حملو د ترسره کولو لپاره جذب شوی وو.

حمله کوونکي له حملې یوه ورځ مخکې د رحیم الله لخوا کابل ته لیږدول شوي وو او هغوی ته یې د ترافیکو ریاست له نږدې نه ور ښودلی وو".


شفیق الله طاهري دغه راز څرګنده کړه چې د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې شپږ تنو تازه نیول شوو وسله والو مخالفانو منلي چې دوی غوښتل په کابل کې پر دولتي تاسیساتو حملې ترسره کړي.

ده په کابل ښارکې وروستیو ډله ایزو او ځان وژونکو حملو ته په پام وویل، وسله وال مخالفان غواړي چې په دې حملو سره له موجودې سیاسي وضعې څخه د ځان لپاره ګټه پورته کړي.

د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې د ترافیکو د ریاست پر ودانۍ د دلوې د میاشتې د دوهمې نیټې د ډله ایزې حملې مسوولیت وسله والو طالبانو ومانه.

د کابل د امنیتې مسوولانو په خبره په دې پیښه کې پنځه حمله کوونکي او دوه ټرافیک ووژل شول او د اوو ملکي وګړو په ګډون دیارلس تنه نور ټپیان شول.
XS
SM
MD
LG