د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۴:۵۱

په بلوچستان کې ناراجسټر شوي افغان کډوال نيول کېږي


د بلوچستان د داخله چارو رياست له يو اين ايچ سي ار او افغان کميشنرۍ سره په يوه ګډه غونډه کې پرېکړه کړې، چې په بلوچستان کې مېشت هغه افغانان ونيسي، چې راجسټر نه وي او د مهاجرت کارټونه نه لري. په بلوچستان کې افغان جنرال قونصل دا کار بې وخته او له افغان کډوالو سره ظلم بللى.

د سې شنبې په ورځ د بلوچستان د داخله چارو رياست په دې ايالت کې د مېشتو ناراجسټر شويو افغان کډوالو په اړه يوه پراخه غونډه را بللې وه، چې د پاکستان د تحقيقاتو د مرکزي ادارې مسوول، په بلوچستان کې د افغان کميشنرۍ مشر، د پاکستان د شناختي کارډ ورکولو د ادارې نادرا مسوول او نورو چارواکيو په کې ګډون کړى وو.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د بلوچستان خرابو امنيتي حالاتو او د پاکستان راتلونکيو انتخاباتو ته په پام سره به د امنيت د ټينګښت په خاطر هغه افغانان خپل هېواد ته لېږي چې د مهاجرينو په توګه راجسټر نه دي.

د بلوچستان د داخله چارو د رياست سيکرتر اکبر حسين درانى په دې اړه وايي:

"کوم خلک چې بيرته راځي، سرحد ډېر لوى دى پر هر ځاى خو موږ امنيتي عسکر نه شو درولاى، کوم کسان چې د ورانکارۍ په چارو کې لاس ولري د هغوي په خلاف به موږ قانوني چلند کوو او افغانستان ته به يې اړوو، کوم خلک چې راجسټر نه دي هغه به غير قانوني ګڼل کېږي."

اکبر حسين درانى وايي، دوي ته خبرونه رسېدلي چې ګڼ شمېر افغانان د يو اين ايچ سي ار تر نظارت لاندې خپل هېواد ته ستانه شوي او بيا بيرته په غير قانوني ډول پاکستان ته را ستانه شوي دي، نو دوي پرېکړه کړې چې هر په غيرقانوني توګه اوسېدونکي افغانانو ته نور په بلوچستان کې د استوګنې اجازه نه ورکوي.

دوي د بلوچستان د چمن، کلا عبدالله خان، پښين، چاغي، کلاسيف الله او لورالاى سيمو انتظامي چارواکيو ته امر کړى، چې کوم افغانان د مهاجرت کارټونه نه لري، هغوي دي ونيسي.

په اسلام اباد کې مې د يو اين ايچ سي ار له وياندې دونيا اسلم خان څخه وپوښتل، چې ايا دوي د ناراجسټر شوېو افغانانو د راجسټرېشن لپاره څه په پام کې لري که څنګه؟:

"که داسې خلک وي چې دوى واقعا مهاجرين وي او د امنيت په خاطر افغانستان ته نه شي تلاى نو هغوى کولاى شي د يو اين ايچ سي ار دفتر ته ورسي، موږ داسې يوه تګلاره لرو چې که يو سړى يا يوه کورنۍ د مهاجرينو په کټګورۍ کې شامل وي د راجسټر کولو امکان يې شته."

په بلوچستان کې ګڼ شمېر افغانان چې د افغانانو د راجسټرېشن په پروسه کې يې ځانونه نه دي راجسټر کړي او هيڅ ډول قانوني اسناد نه لري، د بلوچستان دې پرېکړې سخت اندېښمن کړي دي.

په بلوچستان کې د افغان کډوالو په استازيتوب يو افغان مشر تادين تره کى دا مني چې ځينې ستانه شوي افغانان بيرته پاکستان ته را کډه شوي دي، خو وايي په افغانستان کې يې د استوګنې لپاره ځاى نه درلود:

"زموږ چې څه مهاجرين ستانه شوي دي، په افغانستان کې تر اوسه بېځايه پراته دي، د سر سيورى نه لري، هر وخت په کتارونو کې د يو اين ايچ سي ار دفتر ته ولاړ وي، شپږ مياشتې او کال يې کېږي چې لا يې مځکه نه ده ورکړې، يو څه د اړتيا وړ شيان چې ورکول به يې، لا يې نه دي ورکړي، نو له هغوى څخه ډېر کسان بيرته بلوچستان ته را کډه شوي دي."

په کوټه کې د افغانستان جنرال قونصل غلام محمودبهادر وايي تېر کال دا پرېکړه شوې وه چې يو اين ايچ سي ار به د پاکستان د نادرا له ادارې سره په ګډه ناراجسټر شوي افغانان راجسټر کوي، خو دا کار ونه شو، اوس چې ناراجسټر شوي افغانان د هغوى له خوښې پرته نيول کېږي او خپل هېواد ته اړول کېږي، دا به له افغان مهاجرينو سره ظلم وي:

"موږ ته په دې اړه يواين ايچ سي ار يا زموږ د مهاجرينو اتشې يا حکومت هيڅ مالومات نه دي راکړي، خو دا ډېره د خوابدۍ خبره ده، که دوى وغواړي مهاجرين په زور وباسي موږ په دې ډېر ناراضه کېږي، که داسې افغانان وي چې بيرته را کډه شوي وي او له قانونه يې سرغړونه کړې وي، د هغوى په نيولو او افغانستان ته په اړولو موږ نه خفه کېږو، خو د عمومي مهاجرينو- چې راجسټر شوي نه دي او شمېر يې هم زيات دى- ايستل پر مهاجرينو هم بد اغېز کوي او په افغانستان کې هم موږ ته ستونځې جوړوي."

د يوې اندازې له مخې په بلوچستان کې شاوخوا يو ميليون ناراجسټر شوي افغانان اوسېږي چې ځينو يې پاکستاني تابعيتونه اخيستي او ځينې پرته له کوم اسناده په پاکستان کې په غيرقانوني ډول ژوند کوي.

راپور:- بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG