د بلغاریا د کورنیو چارو وزیر د لبنان حزب اله ډله تورنه کړه، چې د تیر کال د جولای د میاشتې په بم چاودنه کې یې چې په یوه بس کې وشوه او پنځه اسرایلیان او د بس ډریور ووژل شول، لاس درلود.
د بلغاریا د کورنیو چارو وزیر څویتان څویتانوف په صوفیه کې خبریالانو ته وویل:
(موږ د دومشکوکو کسانو د بشپړ فعالیتونو په اړه په استرالیا او کاناډا کې څیړنه کړې او معلومات مو ترلاسه کړي، چې دغه حمله حزب اله تمویل کړې او د مشکوکو کسانو او حزب اله ترمنځ اړیکه موجوده وه.)
د بلغاریا د کورنیو چارو وزیر وویل، دغو مشکوکو کسانو چې یوه یې کاناډایي او بل یې استرالیایي پاسپورټ درلود، د بلغاریا د تورې بحیرې په غاړه بورګاس ښار کې دغه حمله ترسره کړې وه.
د بلغاریا له دغو تورونو وروسته اسرايیل او د امریکا متحدو ایالتونو له اروپایي اتحادیې وغوښتل چې د حزب الله په وړاندې اقدام وکړي.
اسراییل د تیرې جولای د میاشتې د حملې مسول حزب اله او ایران بللي و.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نیتانیاهو د سې شنبی په ورځ وویل، هغه نتیجه چې بلغاریایي چارواکو د دغې حملې په اړه ترلاسه کړې، باید اروپایي اتحادیه دې ته اړه کړي چې د حزب اله په وړاندې لازم اقدامات وکړي.
له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د سپینې ماڼۍ سلاکار جان برینان د سې شنبې په ورځ وویل، چې د بلغاریا تحقیقاتو، د یوې واقعي تروریستي ډلې په توګه د حزب اله څیره بربنډه کړه، هغه ډله چې لیواله ده پربې ګناه ماشومانو، ښځو اوسړو بریدونه وکړي.
اسراییل او د امریکا متحدو ایالتونو حزب اله یوه تروریستي ډله نومولې خو اروپایي اتحادیې تراوسه دا کار نه دی کړی.
په عین حال کې د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي د سې شنبې په ورځ وویل چې حکومت یې چمتودی چې له بلغاریا سره د دې قضیی په اړه تحقیقاتو کې همکاري وکړي.
ایران په بلغاریا کې د تیرکال په حمله کې د لاس لرلو په اړه د اسرایل ادعا ردکړې او شیعه حزب اله ډله هم چې د ایران نژدې متحده ګڼل کیږي، تراوسه د دغې ادعاپه اړه هیڅ څرګندونې ندي کړي.