د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۲:۳۵

د هیلري کلنټن او جان کري ترمنځ توپير


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو نوي وزیر جان کري د اوونۍ په پای کې د اسرائیلو د صدراعظم بینیمین نتنیاهو او د فلسطینې ادارې د مشر محمود عباس په ګډون، د نړۍ له یو شمیر مشرانو سره خبرې وکړې.

د منځني ختیځ مسالې ته د ده سمدستي پام د پخوانۍ وزیري هیلري کلنټن په نسبت د منځنې ختیځ په اړه د بهرنیو چارو په وزارت کې یو بدلون هم په ډاګه کوي.

هیلري کلنټن نړېوال شهرت درلود او په بهر کې د امریکا د یوې ډپلوماتې ستورې په توګه پيژندل شوې وه.

جان کري د بهرنیو چارو په وزارت کې خپلو همکارانو سره د کتنې او خبرو په مهال د یوه پخواني او تجربه لرونکي دولتي چارواکي په توګه راڅرګند شو.

که خبره د لهجې او د دندې په اساس مطرح شي، نو د جان کري لار له هیليري کلنټن څخه جلا کیږي.

د بروکینکنز انسټیتیوټ څیړونکې مارتین اندیک په دې وروستیو کې لیکلي، کله چې اوږد، غممجن مخې۶۹ کلن کري د بهرنیو چارو وزارت ته راغی، داسې بریښيده لکه چې یو څوک د بهرنیو چارو د وزارت د دیوالونو له تاریخي انځورونو یا عکسونو څخه راوتلی وي.

هیلري کلنټن بهرنیو چارو وزارت ته له رسیدو مخکې د امریکا د جمهور رئیس میرمن وه او اته کاله یي په سنا کې هم کار کړی و.

په واشنګټن کې خلک داسې انګیري، چې جان کري عملا دیرش کاله د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت لپاره کار کړی دی، ان جمهور رئیس بارک اوباما هم ویلې:

"جان کري به د بهرنیو چارو په وزارت کې له کار سره بلدتیا ته زیاته اړتیا ونه لري."

په ناټوکې د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی سفير او د امریکا د بهرنیو چارو تجربه لرونکي ډپلوماټ نیکولاس برنز وایي: جان کري د ډپلوماسۍ په طاقت باندې د پخې عقیدې خاوند دی:

"دی، د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس و، د نړۍ مشران پیژني، ده زیات سفرونه کړي او په نړېوال سیاست کې دیرش کلنه تجربه لري.

د امریکا متحده ایالات خوشبخته دی، چې د بهرنیو چارو د وزارت لپاره د زیاتې تجربې لرونکی شخص لري."


پوښتنه دلته ده، چې د بهرنیو چارو نوی وزیر به څه ډول عمل وکړي؟

جان کري د اوږدو خبرو حوصله لري او ډېر ښه ویاند دی. دی ورو عمل کوي او په عجلې سره پریکړې نه کوي.

کري د نړۍ له مشرانو سره په طبیعې ډول ښه سلوک کوي او د قوي د استعمال په اړه اندیښمن دی.

دا خبره د سنا په استماعیه غونډه کې چې د بهرنیو چارو د وزیر په څوکۍ باندې د ده د تائید په اړه جوړه شوې وه، هم مطرح او راپورته شوې وه، کري د سنا غونډې ته ویلې و:

"موږ هغه ډپلوماسي نشو منلای چې د ځواکونو، بې پیلوټه الوتکو او یا هم د مقابلو پر اساس تعریف شوې وي."

کله چې خبره د اولیتونو مطرح کیږي، جان کري په سنا کې په اصطلاح د جمهور رئیس اوباما د یوه ښه عسکر په توګه یادیده.

د سنا په استماعیه غونډه کې کري ویلې و، په خپل ټول وس او توان به زیار وباسي، چې د هیلري کلنټن د کارونو او د جمهور رئیس لید او هیلو ته دوام ورکړي او عملې یي کړي.

د ده وینا، له افغانستان څخه نیولی ترعربي نړۍ پورې د ګرمو مسالو په اړه د سپینې ماڼۍ غبرګون و.
XS
SM
MD
LG