د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د مېندو او ماشومانو د مړینې د کمښت په خاطر د دغه وزارت له ټولو هڅو سره سره اوس هم د دغه هېواد په ډېری سیمو کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه ده.
د عامې روغتیا وزېرې ډاکټر ثریا دلیل د سې شنبې په ورځ د مور او ماشوم د ژوندي پاتې کیدو د ملي کمیټې په څلورم دور غونډې کې وویل، چې اوس وخت په افغانستان کې په هر دوه ساعتونو کې یوه مور د ماشوم د زیږولو په مهال مري.
د میرمن دلیل په خبره په دې هېواد کې د مېندو او ماشومانو د مړینې یواځینی لامل روغتیايي مرکزونو ته د هغوي نه ورتلل دي.
آغلې دلیل په دې اړه چې کومې ناروغۍ ډېری د ماشومانو او مېندو د مړینې لامل کیږي داسې وویل:
(هغه لاملونه چې د ماشومانو د مړینې سبب کیږي نس ناستي ، سینه بغل،خوارځواکي او په نویو زیږیدلو تړلې ناروغۍ ټولې د مخنیوي او تداوي وړ دي.
له نیکه مرغه ډیری دغه مړینې د مخنیوي وړ دي ډیری ښځې د خونریزي له امله مري د حمل او زیږون په وخت کې د وینې د فشار د لوړیدو له امله له منځه ځي ، او یا هم د انتاناتو له امله مړې کیږي دغو ټولو ته د طبابت علم په اوس وخت کې ځواب ویونکی دی او یا هم د حل لارې ورته لري.)
آغلې دلیل زیاته کړه چې د مور او ماشوم د ژوندي پاتې کیدو د ملي کمیټې په څلورم دور غونډه کې ګډون کونکي د مور او ماشوم د مړینې د لاملونو د روښانولو او مخنیوي ته یې د حل لارو موندلو په سر خبرې کوي.
له بلې خوا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق چارواکو په افغانستان کې د ښځو او ماشوموانو حالت د اندیښنې وړ بللی دی.
د افغانستان لپاره د یونسف استازي پیتر ګرولي وویل چې د افغان ماشومانو او مېرمنو د ژوند د ښه والي لپاره هڅې کوي:
(غواړم چې نن د خپلو ژمنو په دوام ټینګار وکړم او ووایم چې مونږ ټول په ګډه هڅه کوو چې ددغه هیواد د ماشومانو او میندو روغتیا ښه کړو.
ټول به له مخکې څخه په ډېر ډاډ سره د مېندو او نویو زیږیدلو ماشومانو د ژوند د ساتنې لپاره هڅه وکړو تر څو باوري شو چې د زیږون په وخت ددغه هیواد د مېندو او ماشومانو ژوند مرګ نه ګواښوي.)
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په خبره ، بې سوادي، بیوزلي، پرله پسې زیږون او روغتیايي مرکزونو ته فرهنګي مسایلو له امله د کورنیو نه ورتګ هغه لاملونه دي چې نه پریږدي ددغه هیواد د ښځو حالت ښه شي.
اخوا دغه وزارت وايي چې په تېرو یولسو کلونو کې یې د هیواد په ډېری سیمو کې روغتیايي مرکزونه فعاله کړي او کوښښ یې کړی څو کورنۍ وهڅوي چې روغتیايي مرکزونو ته ورشي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې کوښښونه یې ددې لامل شوي چې د مېندو او ماشومانو مړینې د تېرو کلونو په نسبت لږې شي.
راپور: صفي الله ستانکزی- کابل