د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۲:۲۵

"افغانستان او پاکستان د همکارۍ په بې سارې سطحې سلا شول"


د انګلستان صدراعظم ډېوېډ کامرون د افغانستان او پاکستان له جمهورو رییسانو سره له خبرو وروسته په مسقیم ډول په طالبانو غږ وکړ؛ چې د سولې په خبرو کې دې برخه واخلي. کامرون دا هم وویل، چې د افغانستان او پاکستان جمهورو رییسان د همکارۍ په بې سارې سطحې سلا شول.

د انګلستان صدراعظم وویل، د افغانستان او پاکستان د جمهورو رییسانو ترمنځ د همکارۍ تړون به طالبانو ته یو څرګند پیغام ورکړي او هغه دا چې د دې وخت رارسیدلی هر څوک باید د افغانستان په سوله ییزې سیاسي عملیې کې برخه واخلي.

کامرون زیاته کړه، دا به د داسې یوې راتلونکې پر لور حرکت وي؛ چې ټول افغانان په کې د خپل هیواد په سیاسي عملیې کې ګډون وکړي.

جمهور رییس حامد کرزي وویل، په لندن کې یې په ډاګه او څرګند ډول خبرې وکړې او ده د کامرون په څیر، په طالبانو غږ وکړ، چې د سولې په عملیې کې دې برخه واخلي.

جمهور رییس کرزي وروسته د انګلستان له یوه ټلویزیون سره مرکې کې وویل؛ د طالبانو د مشرانو په ګډون په زرونو طالبانو له دوی سره خبرې کړی دي:

"په زرونو طالبان او د هغوی مشران له موږ سره په تماس کط دي. دوی غواړي له خپلو وطنوالو سره خبرې وکړي؛ دوی پوهیږي چې دا د پرمختګ یوازیني لار ده."

جمهور رییس کرزي زیاته کړه، هیله مند دی له پاکستان سره اړیکې چې په تیرو وختونو کې خړپړ وو؛ په راتلونکې کي ډېر نږدي، د ورورولۍ او ښه ګاونډیتوب اړیکي شي.

ګارډین ورځپاڼه لیکي، د پاکستان جمهور رییس آصف علې زرداري وویل، چې پاکستان به له طالبانو سره د هر ډول خبرو ملاتړ وکړي. په افغانستان کې سوله په پاکستان کې سوله ده. موږ داسې انګیرو چې په ګډه ژوندي پاته کیدای شو. موږ خپل ګاونډیتوب او ګاونډیان نه شو بدلولای."

د پاکستان او افغانستان مشرانو د انګلستان د صدراعظم په وساطت له خبرو وروسته په یوې ګډې اعلامیې کې وویل، افغانستان او پاکستان به د سولې د عملیې د ملاتړ په مقصد په پاکستان کې د طالب بندیانو په خوشې کولو کې خپله همکاري لا منظمه او غښتلې کړي.

د لندن په خبرو کې چې د بریتانیا د صدراعظم ډېوېډ کامرون په یوه ګوښه استراحت ځای کې وشوې، د بریتانیا جګ پوړو پوځي او استخباراتي چارواکو ګډون کړی و. په دوی کې د بریتانیا د پوځ لوي درستیز جنرال "ډېوېډ ریچارډز" او د دې هیواد د بهرنیو استخباراتو MI6 مشر "سر جان ساویرز" هم ګډون کړی و.

د بریتیانا صدراعظم په خبرو کې وویل، په افغانستان کې ثبات د انګلستان، پاکستان او افغانستان درې واړو په ګټه دی. ده وویل، د افغانستان په اړه موږ یو شان لید او نظر لرو او هغه دا چې یو ډیموکراټیک، باثباته او امن افغانستان به هیڅکله د تروریستانو په امن ځاي بدل نه شي.
XS
SM
MD
LG