د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۶:۲۸

د لندن د درې اړخیزې غونډې په اړه خلک څه وايي؟


د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، که چېرې د لندن د درې اړخیزې غونډې موافقو ته عملي بڼه ورکړل شي دغه کار کولای شي چې په افغانستان کې سوله راولي.

د افغانستان، پاکستان او برېتانیا درې اړخیزه غونډه د دوشنبې په ورځ د برېتانیا د صدراعظم په کوربتوب په لندن کې جوړه شوه.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي، پاکستان باید د لندن په غونډه کې کړیو ژمنو باندې عمل وکړي:

(هرهغه هېواد، چې د افغانستان د سولې لپاره کار کوي موږ ونه خوښ یو او د پاکستان د همکارۍ په اړه موږ خوشبین یو دغه هېواد باید زیاته همکاري وکړي ځکه چې زموږ ګاونډی دی.

زه هیله من یم که چېرې پاکستان خپل سیاست ته تغیر ورکړي او افغانستان په اړه یوه نوې پالیسي غوره کړي او له پخوانیو پالیسو باندې پښیماني ښکاره کړي امکان لري چې په افغانستان کې به سوله راشي.)

د لندن په درې اړخیزه غونډه کې درې واړو هېوادونو موافقه وکړه، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د سولې په اړه د یوافق د رامنځ ته کیدو لپاره به هڅې وکړي.

همدارنګه د همدې غونډې ګډونوالو په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر په جوړولو هم موافقه وکړه او پریکړه وشوه، چې افغانستان او پاکستان به د خپلو اړیکو د پراخولو لپاره هلې ځلې کوي.

په همدې حال کې یو شمېر کابل ښاریان د پاکستان پخوانیو ژمنو ته په کتو، د لندن درې اړخیزې غونډې ته د شک په سترګه ګوري:

(پاکستان له دې نه وړاندې هم په غونډو او ناستو کې په خپلو وعدو او لاسلیک کړیو لوظنامو عمل ندی کړی زموږ همدې ګاونډي موږ تباهي ته وړټیل وهلي یو زموږ هېواد ته ځانو وژونکي رالیږي او هیڅ وخت زموږ دوست نه ده ګرځېدلی زه له دې ناستې هیڅ تمه نه لرم.)

پاکستان له دې نه وړاندې هم د ترکیې په کوربتوب دافغانستان پاکستان اوترکیې په درې اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې دسولې په راوستلو باندې ټینګار کړی و.

خو د کار پوهانواو عامو خلکو په وینا د پاکستان کړې ژمنې تر اوسه نه دي عملي شوي.

له بلې خوا داسې انتقادونه هم کیږي، چې پاکستان په دا ډول درې اړخیزو غونډو کې چې د افغانستان د سولې لپاره جوړیږي د سولې له پروسې سره د ریښتینې همکارۍ پر ځای خپل خاص اهداف تعقیبوي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG