د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

ملالې یوسفزۍ: روغتیايي وضع مې مخ په ښه کیدو ده


ملالې یوسفزۍ: روغتیايي وضع مې مخ په ښه کیدو ده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:19 0:00

په دې ویډیو کې چې تیره ورځ خپره شوه، ملاله یوسفزۍ وايي؛ هغه ورځ تر بلې د ښه کیدو په حال کې ده: "نن تاسو وینئ چې زه ژوندۍ یم. زه خبرې کولۍ شم او ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې یم." ملالې دا څرګندونې له خپل وروستي جراحي عملیات، چې د تیرې شنبې په ورځ ترسره شول، دمخه کړي دي. ۱۵ کلنه ملاله یوسف زۍ د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت په سوات کې پاکستاني طالبانو په سر وویشته او تر اوسه يې د برمنګهم د ملکي الزبت په روغتون کې دوه ځله جراحي عملیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG