د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۴:۴۶

"افغانستان سخت دریځو نه بلکې د بهرنیانو مداخلې ګواښلی"


د کابل چاپ نننیو خپرو شویو ورځپاڼو چې ترموږ رارسېدلي د نورو موضوعاتو ترڅنګ په لندن کې درې اړخیزې غونډې په اړه لیکنې اوتبصیرې کړې دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپانې په خپل لومړي مخ کې د ولسمشر کرزي خبرې راخیستي؛ چې ویلي یې وو، ما ته نه ده روښانه، چې لوېدیځ ځواکونه ولې له افغانستان څخه وځي.

ورځپاڼه د حامدکرزي له خولې زیاتوي لوېدیځ ځواکونو ترهګرو ته ماته ورکړه او که پوه شول چې په غلط ځای کې یې جګړه کړې ده؟

ورځپاڼې لیکلي، افغانستان ته د سخت دریځو وسله والو ګواښ نه دی متوجه کړی؛ بلکې له اوږدې مودې راهیسې د بهرنیو قدرتونو مداخلې دا هېواد ګواښلی دی.

ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکي افغانان که وسله وال مخالفین، سیاسي، که دولتي مامورین دي او که عام افغانان، ټول باید په دې فکر وکړي، چې د بهرنیانو له اغېزې پرته خپله ستونزه څنګه حل کولای شو.

محور خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې په غټ عنوان سره لیکلي؛ د برېتانیا لپاره له دوو یو انتخاب: افغان سوله ژغورنه، که پاکستان ژغورنه؟

د مطلب لیکوال په باور لندن غواړي هغه لوبه، چې په سیمه کې پیل شوې ده، له یوې مرحلې نه بلې ته واړوي، ابتیکار یې له دوی سره وی او که له دې معاملې د یوبل اتیلاقي ــ انتقالي حکومت د جوړېدو تمه کېدای شي.

د ورځپاڼې د لیکوال په اند ولسمشر کرزی د برتانیې او امریکا په نیت مطلق بد ګمانه شوی دی، چې هغوي غواړي بیا طالبان له پخوانیو جنګسالارانو سره مخامخ کړي.

خو ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي پاکستان نه غواړي چې د افغانانو دردونه کم شي.

د ورځپانې په باور افغانان په هېواد کې سولې ته سخته اړتیا لري؛ خو طالبان حاضرنه دي، چې سولې ته غاړه کېږدي.

د ورځپانې دل یکوال په اند، طالبان غواړي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت لپاره وجنګېږي او په پټه سره د دغې جګړې ملاتړی پاکستان دی.

ورځپاڼه د سرمقالې په پای کې افغان دولت ته وړاندیز کوي؛ چې د دښمن پروړاندې باید په ټینګه سره ودرېږي اوپاکستان دغه کار د امتیاز د ترلاسه کولو لپاره کوي اونه غواړي چې دافغانانو درد کم شي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د برېتانیا د صدراعظم خبرې راخیتسې چې ویلي یې دي؛ اوس د دې وخت دی، چې ټول اړخونه دسولې په بهیر کې برخه واخلي.

ورځپاڼه لیکي د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو موافقه وکړه؛ چې په خپلو کې به داسې په لوړه کچه همکاري کوي، چې پخوا یې ساری نه دی لیدل شوی.

انیس دولتي ورځپاڼې لیکلي ولسمشر حامد کرزی د افغانستان اوپاکستان د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او له پاکستان نه یې دافغانستان د سولې د ملاتړغوښتنه وکړه.

بلې دولتي ورځپاڼې هېواد په خپله سرمقاله کې لیکلي افغانان په برېتانیا کې د درې اړخیزې سر مشریزې د پریکړو او ژمنو پلي کولو ته لارې څاري.

د ورځپاڼې په باور که دافغانستان، پاکستان اوبرېتانیا ترمنځ د دغه ډول غونډو او داسې نورو ناستو اهمیت او ارزښت وځلیږي، د دغو هېوادونو ترمنځ به د پوره باور فضا پرغوړېدو شي.
XS
SM
MD
LG