د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۷:۵۵

ځینې لوړ پوړي چارواکي د خپلو شتمنیو له ثبتولو ډډه کوي


د شتمنیو د ثبت د څانګې ريیس نادر محسني
د اداري فساد پر ضد د مبارزې د عالي ادارې چارواکې وایي، تر اوسه یي د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د شاوخوا«اوه زرو لوړ پوړچارواکو» شتمنی ثبت کړي او دا لړۍ په تیزې سره پرمخ روانه ده.

د دې ادارې د شتمنیو د ثبت د څانګې ريیس نادر محسني وویل، داسې لوړ پوړي چارواکي هم شته، چې له خبرتیاو سره سره د خپلو شخصي شتمنیو له ثبتولو ډډه کوي.

ښاغلي محسنی وویل، که دا لوړ پوړي چارواکي بیا هم د خپلو شتمنیو ثبتولو ته حاضر نه شي، قانوني چلند به ورسره وشي:

«تر اوسه څه باندې اوو زرو کسانو چې باید خپلې شتمنۍ ثبت کړي، شتمنۍ یې ثبت شوي دي.

د دوي اکثریت په کابل کې دي، په شپږو نورو ولایتونو کې هم دا لړۍ پیل شوې ده، خو ځینو لوړ پوړو دولتي چارواکو زموږ پوښتنو ته لازم ځواب نه دی ویلی، که زموږ پوښتنې نورې هم بې ځوابه پاتي شي، څارنوالۍ به یي په هکله اجراات وکړي.»

ښاغلي محسنی دا هم وویل، د شتمنیو د ثبت ترڅنګ په دې هم څیړنې کېږي چې ایا د دې اشخاصو ثبت شوې شتمنی، همدومره دي او که نورې هم لري ؟

دا څرګندونې د«افکاک» یا د فساد پر ضد د مبارزې لپاره د غیر دولتي موسسو د ایتلاف په ناسته کې وشوې.

د رفاه افغان موسسې ريیس انجینیر سید رحیم ستار وویل، په اداري فساد کې ځیني لوړ پوړي حکومتي چارواکي هم ښکېل دي او دوي به د خلکو او مدني ټولنو په لاس یو کولو سره د فساد د مخنیوي لپاره مبارزه پراخه کړي:

«لوړ رتبه مفسد کسان دې څارنوالۍ ته معرفي شي.

د مکافاتو او مجازاتو نظام باید پیاوړی شي څو معلوم شي چې څوک رښتینی او څوک خاین دی، که په هرځای کې فساد ولیدل شي باید بې له ځنډه یې په هکله اقدام وشي او قانون باید پر ټولو اتباعو یو شان پلي شي، دا ځکه یو مامور په سل یا زرو افغانیو رشوت بندي کېږي، خو بل خوا هغه کسان چې میلیونونه ډالره خیانت یې کړی هغه سرې سترګې ګرځي او د هېواد په مهمو پریکړو کې هم برخه اخلي.»

په افغانستان کې اداري فساد په یوې لویې ستونزې اوښتی او راپورونه وایي، چې د مخنیوي لپاره یي اوس مهال ګڼ شمېر ادارې او کمیسیونونه په کار بوخت دي، خو فعالتیونو یې لازمه نیتجه نه ده ورکړې.


کارپوهان وایي، د دې هېواد په اداري فساد کې ځیني کورنۍ او ځینۍ بهرنۍ کړۍ ښکېلې دي او حکومت باید دا وړتیا ومومي چې، کورنیو کړیو ته په خپله او بهرنیو ته د نړېوالې ټولنې په ذریعه ځواب ووایي.
راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG