د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۲

د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر جان کري په کار پيل وکړ


د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر جان کري د تیري جمعې په ورځ په کار پيل وکړ. هغه د خپل کار په لومړۍ اوونۍ د نړۍ د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره پر بېلابېلو مسالو ټیلیفوني خبرې وکړې.

جان کري اسرائیلي او فلسطیني مشرانو ته ډاډ ورکړ، په داسې حال کې چې د بارک اوبا اداره د دواړو لورو په ځانګړو اندیښنو پوهیږي، دوي به د منځني ختيځ د سولې د توافقنامې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ښاغلي کري د اوونۍ په پای کې د اسرائیلو صدراعظم ( بنجمین نتنیاهو) ته په ټیلیفون کې وویل، چې دی او جمهور رئیس بارک اوباما د اسرائیلو د امنیت او د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د یوې دوامدارې سولې ملاتړ کوي او په دې برخه کې متعهد دي.

د اسرائیلو صدراعظم ښاغلي نتن یاهو، جان کري ته د خپل نوي حکومت د تشکېل په اړه معلومات ورکړل.

دواړو مشرانو د ایران او سوریې په اړه هم خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې په دې اړه به په ګډه کار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر جان کري د اسرائیلو دا اقدام چې غواړي فلسطیني مقاماتو ته د فلسطنيانو کنګل شوي مالیي او میاشتني ګمرکې عواید ازاد کړي یو مهم ګام وګاڼه.

اسرائیل له فلسطیانو څخه میاشتنۍ مالیه ټولوي. د دې مالیو انتقال د فلسطیني ادارې د بودجې لپاره یو کلیدي عنصر دی.

د فلسطني ادارې ویاند نبیل ابو ردینه وویل، جان کري د یکشنبې په ورځ د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره په خبرو کې وویل: اوباما د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د سولې د پروسې سره ډيره علاقه لري او د فلسطینیانو د اقتصادي ستونزو په اړه خبر دی.

ښاغلي ردینه زیاته کړه، جان کري ویلي دي، چې د سیاسي مسیر د حفاظت مقصد به له ښاغلي محمود عباس سره د نورو خبرو لپاره سیمي ته سفر وکړي، د دې سفر نیټه لا نه ده څرګنده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، ښاغلي کري د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د سولي په اړه شخصي تعهد کړی دی.

هغه ژمنه کړې، چې خپلو هلو ځلو ته به دوام ورکړي څو د امریکا کانګرس د فلسطیني ادارې د بودیجې د ملاتړ لپاره مالي مرستي منظوري کړي.

نوموړي دې ته هم اشاره وکړه، چې اسرائیلو فلسطیني ادارې ته د ګمرکې عوایدو او مالیو د آزادولو په برخه کې مثبت ګام اخیستی دی.

د امریکا تر ټول لوړ دیپلومات د جاپان د بهرنيو چارو له وزیر فومیو کشیدا سره خبري وکړې جان کري وویل چې

واشینګتن ته د جاپان د صدراعظم ( شینوزو آبه ) د سفر دتیاري په اړه به په ګډه کار وکړي. ټاکل سوې نوموړی د رواني عسوي میاشتې په پای کې واشینګتن ته ولاړ سي.
جان کري له ښاغلي کشیدا څخه په افغانستان او میانمر کې د جاپان د رول او په سوریه کې د مخالفانو د ملاتړ په اړه مننه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر جان کري د جنوبي کوریاد بهرنیو چارو له وزیر کېم سونګ هوان سره ددې خبرې پر اړتیا او یقني کولو موافقه وکړه چې شمالي کوریا باید وپوهیږي که خپلي تحریک آمیزې رویې ته ادامه ورکړي نو د نړیوالي ټولني له جدي عکس العمل سره به مخامخ سي.

جان کري همداشان د ترکېې د بهرنیو چارو د وزیر داود اوغلو، د کاناډا د بهرنیو چارو له وزیر جان بیرید، د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر جوزه آنتونیو میده سره هم خبري وکړې.

ښاغلي کري د جمعې په ورځ د وفادارۍ لوړه وکړه او دمیرمن هیلري کلینتن پرځای یې د ښاغلي اوباما په کابینه کې په کار پيل وکړ.
XS
SM
MD
LG