د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۱۲

په افغانستان کې د لویدیځ د مداخلې اغیزمنتوب تر پوښتنې لاندې راغی


افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو جګړه تر سوال لاندې راوسته او شک یې څرګند کړچې دغو ځواکونو په تیره څه باندې یوه لسیزه کې په غلط ځای کې جګړه نده پرمخ وړې؟

کرزي هلمند ته په اشاره وویل، مخکې له دې چې بریتانوي ځواکونه دې ولایت ته ولاړ شي، امنیتي وضعیت یې ډیرښه و.

کرزي په لندن کې له ګارډین ورځپاڼې اوITV نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې ده ته دا نه ده روښانه چې لویدیځ ځواکونه له افغانستانه په دې خاطر وځي چې دوي احساس کوي چې د تروریزم په وړاندې د جګړې هدف یې ترلاسه کړی او د نړېوالو تروریستي ډلو په ځپلو سره یې خپل هېوادونه یې ډیرامن کړي اوکه دا حقیقت یې درک کړی چې د افغانستان ماموریت یوه اشتباه وه.

کرزي وویل، نړېوال ځواکونه به داسې احساس کوي چې ګواکې د تروریزم په وړاندې د جګړې اهدافو ته رسیدلي، القاعده یې کمزورې کړې اویا هم ښایي داسی احساس کوي چې په لومړي سر کې دوي په غلط کې ځای کې جګړه پرمخ وړې، په دې توګه دوي باید دغه جګړه پای ته ورسوي او له دې هېواده ووځي.

افغان ولسمشر حامد کرزي چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو راهیسې د اوږدې مودې لپاره قدرت په لاس کې لري، یو ځل بیا د دې یادونه وکړه، چې افغانستان ته سخت دریځو وسله والو ګواښ ندی متوجه کړی بلکه له اوږدې مودې راهیسې د بهرنیو قدرتونو مداخلې دا هېواد ګواښلی دی.

که څه هم کرزي مستقیما د پاکستان نوم وانخیست خو هغه له اوږدې مودې راهیسې پرخپل ګاوڼډ انتقاد کړی چې کلونه کلونه یې طالبانو ته په خپله خاوره کې پناه ځایونه ورکړي او حکومت یې هم د پاکستان پوځي استخبارات تورن کړي چې پروسله والویې خپل نفوذ ټینګ کړی دی.

په لندن کې د افغانستان، پاکتسان او بریتانیا د مشرانو دا درې اړخیزه غونډه کې وروسته له دې جوړیږي چې پاکستان په وروستیو کې له افغانستان سره د باور د فضا د ښه کیدو په هدف یوشمیر هغه طالب بندیان له خپلو زندانونو ازاد کړل چې کابل یې غوښتنه کوله.

د دغو بندیانو له خوشې کیدو سره داسې هیلې زیاتې شوي چې ګوندې د افغانستان د سولې د خبرو له ګړندي کیدو سره به مرسته وکړي چې د ګارډین په وینا د پاکستان له ملاتړپرته دغه کار ناشونی دی.

کرزي وویل، په افغانستان سوله یواځې د وسله والو طالبانو او حکومت ترمنځ په یوې موافقې سره نشي راتلی بلکه سوله هله ټینګیدای شي چې هغه بهرني عناصرچې د افغانستان په بې ثباتۍ، جګړواو بې قانونیو کې ښکیل دي، په دې خبروکې ګډون ونکړي.

کرزي وویل، د یوکال مخکې په نسبت اوس دی دې ته ډیرخوشبین دی چې له پاکستان سره د اړیکو له ښه کیدو سره به د ده د حکومت او طالبانو ترمنځ پټې خبرې ښه نتیجه وکړي.

کرزي وویل، په دی برخه کې د بریتانیا رول ډیرمهم او با ارزښته دی، بریتانیا په افغانستان کې د سولې په پروسه او هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په پیاوړي کیدو کې مهمه ونډه اخیستلای شي.

په داسې حال کې چې له افغانستانه د ناتو ځواکونو د وتلو وخت نژدې کیږي، په افغانستان کې د سولې په خبرو ډیرتمرکز شوی دی.

ټول بهرني محارب ځواکونه به د راتلونکې ۲۰۱۴ کال ترپایه له دې هیواده ووځي او افغان امنیتی ځواکونه به د هیواد د امنیتي چارو بشپړمسولیت په غاړه واخلي.

کرزي په دې مرکه کې داومنله چې دا به یوخیال وي چې حکومت یې د لویدیځ له پوځي او مالي ملاتړ پرته دوام راوړي.
XS
SM
MD
LG