د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۳:۳۰

″د لندن له غونډې باید ښه پایلې ترلاسه شي″


کابل چ اپ نننیو ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ یې په لندن کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا درې اړخېزې غونډې په اړه او همدارنګه د افغانستان د بیان په ازادۍ باندې لیکنې او تبصیرې کړې دي.

هېواد ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي په لندن کې له درې اړخیزه سره مشریزې باید ښې پایلې ترلاسه شي.

د ورځپانې د معلوماتو په اساس په لندن کې دغه درې اړخیزه غونډه به نن اوسبا هم دوام ولري.

ورځپاڼې لیکلي له یوخوا پاکستان په افغانستان کې سوله او امنیت د خپل هېواد د سولې او امنیت په معنی بولي. له بل خوا یې د افغانانو د ځپلو لپاره پراخې هلې ځلې روانې کړې.

د ورځپاڼې د لیکوال په اند که چېرې پاکستان ته په افغانستان کې امتیازات ورنه کړل شول نو دغونډې یوه پریکړه به هم عملي نه کړي.

خو بلې دولتي ورځپاڼې انیس په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ ولسمشر حامد کرزی د سولې د هلو ځلو لپاره بریتانیا ته تللی دی.

ورځپانه لیکي ولسمشر حامد کرزی به د لندن په غونډه کې د افغان ځواکونو پر پیاوړتیا او دافغان سولې په اړه له پاکستان اوبریتانیا سره خبرې وکړي.

د ورځپاڼې په باور پاکستان هم هغه هېواد دی، چې له ترهګرۍ او افراطیت څخه سخت کړیږي، دغه هېواد یې نا ارمه کړی او له پرمختګ یې شاته اچولی.

د لیکوال په باور، د سیاسي چارو کارپوهان هم په دې عقیده دي؛ چې ترڅو چې پاکستان د افغانستان په سوله کې په ریښتنې توګه همکاري ونه کړي، په افغانستان کې سوله راتلل ناشونې ده.

ورځپاڼه لیکي اوس چې په لندن کې د افغانستان پاکستان او بریتانیا ترمځ کومه درې اړخیزه غونډه روانه دی داسې هیلې شته چې په دې غونډه کې به د افغانستان د سولې په اړه دپام وړ لاس ته راوړنې ولري.

هېواد دولتي ورځپاڼې په لومړي مخ کې په یوه جلا مطلب کې د ولسمشر وروستۍ لیکنه راخیستې چې په کې حامد کرزي لیکلي موږ د یو ژوندي ملت په توګه باید داسې اجازه نه وای ورکړې؛ چې بهرنیانو زموږ په برخلیک دغه شان لوبه کړې وای.

یادو دولتي ورځپانو په افغانستان کې د بیان دازادۍ په اړه هم مطالب خپاره کړي دي؛ انیس ورځپاڼې لیکلي افغانستان د بیان په ازادۍ کې ترګاونډیانو او ان تر هندونستان هم مخکې شو.

ورځپانې د بې سرحده ژورنالیستانو وروستۍ راپور راخیستی؛ چې په کې ویل شوي، له تېر کال څخه سږ کال په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت ښه شوی.

هېواد دولتي ورځپاڼې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر خبرې راخیستې، چې ویلي یې دي، دغه بریالیتوب نه یواځې په افغان حکومت پورې اړه لري، بلکې د رسنیو د برخې ټول کارکوونکي په یوه ډول نه یوډول په کې ونډه لري.

چمتو کوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG