د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۸:۲۳

په پکتيا کې سوداګر او پانګوال له ستونزو سر ټکوي


تېره ورځ د پکتيا سوداګرو،پانګوالو،صنعتکارانو او ښځو په يو دوه ورځني نندارتون کې کرنيز محصولات او لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړل.

دغه نندارتون چې د پکتيا سوداګرۍ او صنايعو رياست په مرسته جوړ شوی و، دوه ورځې دوام کوي چې په دې کې د سيمې د سوداګرو سربېره له مرکز کابل څخه راغليو سوداګرو هم برخه اخيستې وه.

د دغه نندارتون په ترڅ کې د پکتيا سوداګرو شکايت وکړ چې په تېرو څو کلونو کې دولت د دوئ لاسي صنايعو او محصولاتو ته لازم پام نه دی کړی او نه يې د دوی د محصولاتو د ساتنې له پاره وړ ګامونه اخيستي دي.

د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو رياست ريس ډاکټر نصير په خپلو خبرو کې وويل چې په دې ولايت کې سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له دولت څخه يې غوښتنه وکړه چې د دې ولايت سوداګرو او صنعتکارانو کارونو لا ښه والي ته جدي پام وکړي.

ده وويل چې د پکتيا سوداګرو او صنعتکارانو ورته په پرلپسې ډول شکايتونه کړي دي چې د محصولاتو د راټولېدو،وړ ځای او برېښنا نشتوالي له امله يې ډېر کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کيږي، د دغه نندارتون څو تنه ګډونوال د شته ستونزو په اړه وايي:

(( په پکتيا کې شته دوه دستګاوې چې پخوا تخريب شوې دي دولت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې دا ستونزه ده، يوه په مرکز او بله هم په ځاځي اريوب کې ده بايد دولت يې جوړې کړي چې خلک ترې ګټه واخلي)).

(( موږ برېښنا نه لرو،ځای نشته او ډېر نور مشکلات دي، په دې نندارتون کې تاسې وينئ چې موږ ټول خپل توکي راوړي دي او په خپله موجوړ کړي)).

(( د پکتيا سوداګرو او صنعتکارانو ته بايد جدي پاملرنه وشي او که زموږ کارونو ته وده ورنه کړل شي بيا خو به هېڅوک هم بوديجه په دې کارونو ونه لګوي))

سوداګر دا هم وايي چې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له دولت څخه غوښتنه کوي چې د دوی د کارونه پرمختيا او پراختيا له پاره جدي پاملرنه وکړي.

په دې نندارتون کې د پکتيا د ښځو ټولنې د ښځو لاسي صنايع هم نندارې ته وړاندې کړي و.
XS
SM
MD
LG