د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۶:۲۲

ایا افغان ملي اردو په یوازې سر طالبان ماتولی شي؟


ګڼ شمېر لویدیځو ورځپاڼو، په بریتانیا کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د مشرانو د درې اړخیزې غونډې په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

له بریتانیا څخه خپریدونکې ګارډین ورځپاڼې ویلي دي، کله چې را راون کال له افغانستان څخه بریتانوي سرتیري ووځي نو د طالبانو د مخنیوي په هدف د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون، د افغان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري سره خبرې کوي.

ورځپاڼې وايي، د دوشنبې په ورځ به دا درې اړخیزه غونډه په دې متمرکزه وي چې پاکستانیان او نړېواله ټولنه په څه ډول په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کولای شي.

ګارډین د بریتانیا د صدارت د یو ویاندې له خولې وايي، هماسې چې صدراعظم مخکې هم یادونه کړې ده، باثباته افغانستان نه یوازې د افغانانو په ګټه دی بلکې دا د دې هېواد د ګاونډیو او بریتانیا په ګټه هم دی.

موږ د افغانستان په اړه مشترک لید لوری لرو او هغه د یو امن، باثباته او ډیموکراټیک افغانستان جوړیدل دي چې بل ځل د نړیوال تروریزم په خوندې ځاله بدل نه شي.

ورځپاڼه د بریتانیا د صدرات د ویاندې له خولې زیاتوي:

((موږ د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره ګډ کار کوو او د افغانستان ګاونډیان باید په دې برخه کې حیاتي رول ولري، دا نه یوازې د دوي د اتباعو د راتلونکې امنیت لپاره حیاتی دی، بلکې د دوي د بریالیتوب لپاره هم مهم دی. ))

بلې بریتانوي ورځپاڼې ایڼډپینډینټ هم په همدې مساله لیکنه کړې ده او په یوه برخه کې یې وايي:

د دوشنبې د ورځې په غونډه کې تمه ده، چې د بهرنیو چارو وزیران، د پوځ لوی درستیزان، د استخباراتي ادارو مشران او د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر هم په دې دریمه درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

بلې بریتانوي ورځپاڼې ټیلګراف د افغانستان د ملي اردو د یو قومندان ډګروان امین جان له خولې ویلي دي، د افغانستان څخه د بریتانوي ځواکونو وتنه به په افغانستان کې بیا واک ته د طالبانو د رسیدو سبب شي.

ورځپاڼې د دې افغان صاحب منصب له خولې لیکلي، هغه افغان ځواکونه چې په تیرو درې کلونو کې د بریتانوي ځواکونو له خوا روزل شوې دي، د طالبانو د ماتولو توان نه لري.

ورځپاڼه وايي، کله چې له ډګروال امین جان څخه وپوښتل شول، چې د ۲۰۱۴ م کال په پای کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل سم وخت دی، نوموړی په ځواب کې وویل:

نه، دا به ډير وختي وي، ځکه وضیعت به پای ته نه وي رسیدلی او که بریتانویان له افغانستان څخه ووځي سخت دریځې به دا یوه ښه نښه وګڼي او په ټوله نړۍ کې به فعالیتونه پیل کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، کله چې له ډګروال امین جان پوښتنه وشوه چې ایا د افغانستان ملي اردو په یوازې سر طالبان ماتولی شي ؟ نوموړی ویلي، زموږ مشران ښايي ووايي چې موږ دا ماموریت ترسره کولی شو، خو دا به ستونزمنه وي.
XS
SM
MD
LG