د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

لویې څارنوالۍ د پرتو نادري د نیولو حکم ورکړی


د افغانستان لوی څارنوالي وايي، چې د افغان لیکوال پرتو نادري د نیولو حکم یې افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړی.

لوی څارنوالۍ وروسته تر هغه د افغان لیکوال پرتو نادري د نیولو حکم ورکړی؛ چې د دې ادارې په خبره، نوموړي د ټرانسپورټ پر وزیر په یوه لیکنه کې تور لګولی.

د افغانستان د لویې څارنوالی ویاند بصیر عزیزي د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ د ترانسپورټ وزیر داود علي نجفي څو ورځې مخکې خپله عریضه دې ادارې ته سپارلې او د خپل حق غوښتنه یې کړې.

ښاغلی عزیزي وايي، پرتو نادري ته یې څو وارې خبر ورکړی، چي څارنوالۍ ته حاضر شي، خو د هغه د نه حاضرېدو له امله یې اوس امنیتي ځواکونو ته د هغه د نیولو حکم ورکړی.

"د لویې څارنوالۍ له خو څو وارې پرتو نادري ته تلیفونونه کیږي او ورته ویل کیږي، چې لویې څارنوالۍ ته حاضر شي او خپله دفاعیه ووایئ، ځکه د هغه مضمون په اړه چې تاسو په خپله نشریه کې خپور کړی و؛ د ټرانسپورت او هوايي چلند وزیر د حیثیت د اعادې غوښتنه کړې.

وروسته له پنځو جلبونو څخه هم دی لویې څارنوالۍ ته نه دی حاضر شوی او اوس دا موضوع له لویې څارنوالۍ سره ده، موږ به دا موضو جدي او له قانوني پلوه څېړو."

پرتو نادري د ماندګار په نوم په وه ورځپاڼه کې د ۱۳۹۱ کال د لړم په میاشت کې "ګفتګوی رییس جمهور و ماجرای نجفي" تر سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره کړې.

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، چې دغه لېکنه بې اساسه او د ټرانسپورټ د وزیر پر حق تیری دی.

د دې وزارت ویاند ننګیالي کلاتوال په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:\

"اوه او یاهم اته میاشتې مخکې نادري صاحب داسې یوه لیکنه کړې وه، چې کواکې دا نجفي صاحب و، چې حامد کرزی یې ولسمشر کړو. د ټرانسپورټ وزیر غوښتنه دا وه، چې ایا په دې اړه کوم اسناد شته، که اسناد وي، نو مربوطه مرجع ته دې وړاندې شي او که اسناد نه وي، باید له دغه شان غیر مسوول او غیر قانوني خبرو څخه ډډه وشي.

موږ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تخطيو ریاست ته هم یو مکتوب ورلېږلی و او هم مو د عدلي او قضايي ادارو ته."

موږ کوښښ وکړ، چي په دې اړه د پرتو نادري سره خبرې وکړو؛ خو د نوموړي ټلیفونونه بند او د دې موضوع په اړه مو د ده نظر وانه خیستلای شوای.

خو دا لومړی وار نه دی، چې په افغانستان کې یو لیکوال یا خبریال د یوې لیکني یا راپور خپرولو په جرم نیول کیږي؛ بلکې تر دې پخوا هم ځني کسان نیول شوي.

که څه هم په تیرو ۱۱ کلونو کې په افغانستان کې د بیان ازادۍ ډیره وده کړې، خو تراوسه هم په هیواد کې د بیان د ازادۍ پر وړاندې خنډونه موجود دي.

راپور: معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG