د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۰۳

"د سټنډرډونو پلی کول کولی شي اوبه، هوا او خاوره له ککړتیا وژغوري"


سره له دې چې کابل ښاریان د چاپیریال له ککړتیا شکایت کوي، د نورم او سټنډرډ ملي اداره وایي، د مختلفو طبیعي او صنعتي موادو باوري کولو ته یې د سلګونو سټنډرډونو طرحې جوړې کړي دي.

د افغانستان د نورم او سټنډرډ د ملي ادارې رییس پوپلزي پوپل د یکشنبې په ورځ د سټنډرډ جوړولو د کمیټې په غونډه کې سټنډرډونه مهم وبلل اوله ټولوحکومتي ادارو یې وغوښتل، چې د خلکو د روغتیا لپاره دې، په پراختیایي پروګرامونو کې ترتیب شوي سټنډرډونه په پام کې ونیسي څو چاپیریال خوندي پاتې شي:

"انسا تراوسه په مختلفو برخو کې د نهو تخنیکي کمېټو په ذریعه د دوه سوه څلویښتو سټنډرډونو مسودې جوړې کړي؛ چې په دوې کې د خوراکي، دارویي، ارایشي، ساختماني، کرنیزو او داسې نورو موادو سټنډرډونه شامل دی. هیله د حکومت مربوط ارګانونه د دې سټنډرډونو پلي کولو ته هڅې وکړي."

ښاغلی پوپل وویل، د ستنډرډ جوړولو کمېټه په یوزرو درې سوه نهه اتیایم لمریز کال کې جوړه او تراوسه یې د مختلفو طبیعي او صنعتي موادو د کیفیت باوري کولو ته د سلګونو سټندرډونو طرحې ترتیب کړي، چې
اته پنځوس یې چاپیریال ساتنې پورې اړه لري.

ده وویل، په دوی کې د اوبو، هوا او د صنعتي فابریکو د لوګیو د کیفیت د باوري کولو سټنډرډونوته د "ملي سټنډرډونو" نوم ورکړل شوی دی.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ادارې مسوولینو هم له حکومتي ارګانونو وغوښتل، چې د سړکونو، ښارونو او نورو تاسیساتو په جوړولو کې دې، د شنو سیمو ساتل له پامه ونه غورځوي.

د سټنډرډ او چاپیریال ساتنې د ادارو مسوولینو داهم وویل؛ هیواد ته یې د ککړو تیلو او ګازو د واردولو مخنیوي ته د هېواد په شمالي بندرونو کې د کیفیت معلومولو لابراتوارونه جوړ کړي دي.

د سټنډرډ او چاپیریال ساتنې د ادارو مسوولین په داسې حال کی د سټنډرډونو په پلي کولو تاکید کوي، چې کابل ښاریان وایي، ککړ چاپیریال اکثره د دوی د ناروغیو سبب شوی دی.

د کابل ښار یوه اوسیدونکي نور احمد ازادي راډیو ته وویل:

"د کابل ښار اوبه، هوا او خاوره انساني روغتیا ته یو ګواښ دی، په داسط ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې زیاته او خدمات په کې کم وي، چاپیریال یې ککړیږي. هیله مربوط ارګانونه لاسونه سره یو او د ستونزې حل ته عملي تدابیر ونیسي."

کارپوهان وایي یوازې ککړ تیل، ګاز او د صنعتي فابریکو لوګي د چاپیریال په ککړتیا کې شامل نه دي بلکې د دې ترڅنګ ډول ډول بې کیفیته خوراکي مواد حتی دارو - درمل هم هیوادته واردیږي، چې یاد ټول مواد د چاپیریال سلامتیاته زیان رسولی شی.

دوی وایي، که د بې کیفیته موادو د واردولو مخه ونه نیول شي؛ دا مواد به د ککړچاپیریال په څیر د خلکو پر روغتیا ناوړه اغیز وکړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG