د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

"افغانستان ته د سړې څپې راننوتل د اندېښنې وړ نه ده"


د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې د ځینو نړیوالو آژانسونو هغه راپورونه رد کړل چې افغانستان ته به یوه ډیره سړه څپه راننوځي.

د افغانستان د هوا پیژندنې ملي اداره تاییدوي چې د روانو ورښتونو سره دې هیواد ته یوه سړه څپه راغلې، خو وایي، چې دا څپه د اندیښنې وړ نه ده.

د دې ادارې مشر محمد اسحاق نوري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ د دوی د وړاندوینې له مخې روان ورښت به تر شپږدیرش ساعتونو پورې په کابل او اته څلویښت ساعتونو پورې په سالنګ او هندوکش سیمو کې دوام ولري.

ښاغلي نوري ډاډ ورکړ، چې د دې ورښت پرمهال به لوی برف کوچونه او سیلاوونه رامنځ ته نه شي.

"موږ د اونۍ وړاندوینو ته اونیز پروګرام لرو، تیره اونۍ د چهارشنبې په ورځ د دې وروښتونو پیشبین وو او د دې ورښت اټکل مو ترپنځو شپږو ورځو پورې کړی و، دا چې رسنیو ویلي، هیواد ته به سړه څپه راځي، داسې څه نشته."

نوموړی وایي، د تیرې چهارشنبې په ورځ د لویدیځ له خوا هیواد ته وریځ او نم راغلی او له دې سره هوا یوڅه سړه شوې ده.

د افغانستان د هوا پیژندنې ملي اداره وایي، د هواپيژندونو ملي ادارو داسې کوم راپور نه دی ورکړی؛ چې د هیواد د یخنۍ کچه دې له حده زیاته شي.

د دې ادارې چارواکي وایي، خپل ټول راپورونه په منظم ډول د طبعي پیښو په وړاندې د مبارزې ملي ادراې او نورو اړوندو ادارو سره شریکوي ترڅو د ځینو ممکنه پیښو مخه ونیول شي.

په افغانستان کې سږنی ژمی د تیر کال په پرتله تود دی او په غرونو او هوارو کې د واورې کچه هم کمه ده.

د سړې هوا په اړه دغه اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي، چې همدا اوس د کابل په ګډون د هیواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم یوشمیر کورنۍ ترخیمو لاندې ژوند کوي.
XS
SM
MD
LG