د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۲:۳۹

نتانیاهو: نه پرېږدو چې ایران پر اټمي وسلو سمبال شي


د اسرییل صداعظم هڅه کوي، چې ژر تر ژره یو نوی اتیلاف جوړ کړي او په دې توګه وکولی شي یو نوی حکومت رامنځ ته کړي. د هغه ګوند د جنوري د میاشتې په انتخاباتو کې سره له دې چې د نورو ګوندونو په تناسب ډیرې رایې یې وګتلې، خو د صدراعظمې د کرسۍ د ګټلو لپاره کافي نه وې؛ ځکه خو هغه اوس دې ته اړ دی، چې له نورو ګوندونو سره اتیلاف وکړي.


د اسراییل صداعظم بنیامین نتانیاهو اطمینا ن ورکړ؛ چې دی به پرینږدي چې ایران پر اټمي وسلو سمبال شي او دا به د هغه د نوې ادارې تر ټولو مهمه دنده وي.

جمهور رییس شیمون پیرس پرون په رسمي توګه له صداعظم نتانیاهو څخه وغوښتل؛ چې یو نوی اتیلافي حکومت جوړ کړي. په دې توګه که چېرته نتانیاهو ایتلاف رامنځ ته کړای شي؛ نو هغه به د درېم ځل لپاره د صداعظمي د دندې په تر سره کولو بریالی شي.

نتانیاهو د نوی اتیلاف د جوړلو لپاره شپږ اونۍ وخت لري. وورسته له هغې چې نتانیاهو د ایتلاف د جوړولو فرمان تر لاسه کړ؛ ویې ویل اتمي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخنیوی به د هغه د نوې حکومت تر ټولو مهمه دنده وی.

نتانیاهو ټینګار وکړ، چې د هغه حکومت به له فلسطین سره د سولې خبرو ته هم ژمن وي او تاکید یې وکړ، چې د فلسطین مشر محمود عباس دې بېرته د سولې خبرو ته راوګرځي.

"هغه نوی حکومت چې زه به یې جوړوم سولې ته به ژمن وي. زه پر ابومازن غږ کوم، چې بېرته د سولې خبرو ته راوګرځي. هر ورځ چې زموږ د خلکو لپاره د سولې د رامنځ ته کېدو په خاطر د یوې ګډې لارې د جوړلو لپاره بې زموږ له خبرو تیریږي، هسې خوشې ضایع کیږي."

څه باندې له دوو کلونو را په دې خوا د اسراییل او فلسطین تر منځ مهمې خبرې نه دي شوي. فلسطینانو د سولې په خبرو کې برخه اخیستل رد کړي او غواړي چې اسرییل دې په هغو سیمو کې چې ټاکل شوی په راتلونکي کې د فلسطین خاوره وي د یهودی کلیو جوړول بند کړي.

نتانیاهو په خپلو خبرو کې په سیمه کې د نورو وژونکو وسلو د تهدید په اړه هم خبرې وکړې خو په دې اړه یې جزییات بیان نه کړل.

"زما په نوي حکومت کې به تر ټولو عمده دنده دا وي؛ چې د ایران مخه ونیول شي چې په اټمي وسلو ځان سمبال نه کړي. موږ به دې ته هم اړ یو، چې له نورو وژونکو وسلو سره هم معامله وکړو؛ چې زموږ شاو خوا ته انبار شوي او زموږ هیوادونو او خلکو ته ګواښ پیښوي."

ایران د اسراییل او لویدیځو هیوادونو دا خبره چې ګواکې تهران د اټمي وسلو په لټه دی؛ رد کړی ده. راپور وایي، د نورو اټمي وسلو په برخه کې د نتانیاهو اشاره ممکن په جګړه ځپلې سوریې کې سلاکوټونو ته وي.

ځینې سرچينې وایي، اسرایل تیره اونۍ د یوې هوایي حملې په ترڅ کې په سوریې کې د وسلو یو کاروان په نښه کړ.

نتانیاهو به له پنځوس کلونو راهیسې په اسراییل کې لومړنی صدراعظم وي؛ چې د درې دورو لپاره د صدراعظمۍ پر کرسۍ پاتې کیږي. د هغه د کار لومړی دوره له نولس سوه شپږ نویم څخه تر ۱۹۹۹ او بیا دوهمه دوره یې وروسته له دوه زره نهم کلونو له انتخاباتو څخه پیل کړه.
XS
SM
MD
LG